دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهمتقي په ازبکستان کې؛ په امنيت، اقتصاد او نړيوالو اړيکو کې پراخې...

متقي په ازبکستان کې؛ په امنيت، اقتصاد او نړيوالو اړيکو کې پراخې لاسته راوړنې لرو

تاند( سې شنبه ، د اسد ۴ ) ‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په ازبکستان کې ادعا وکړه، چې د دوی حکومت په امنيتي، اقتصادي او نړیوالو اړیکو برخو کې پراخې لاسته راوړنې لري.

نوموړي د افغانستان په اړه د تاشکند غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې د تاشکند غونډې اصلي هدف د جنوبي او مرکزي اسیا د وصل په مرکز د افغانستان بدلول دي.

طالب وزير په دې برخه کې د ازبکستان د لېوالتیا یادونه وکړه، چې په وینا یې دواړو هېوادونو ته به ګټور تمام شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير دا هم وویل، چې د دې ترڅنګ دوی په مختلفو برخو کې لاسته راوړنې او پر ټول افغانستان حاکميت لري او نړیوال ېې بايد د په رسميت پېژندلو لپاره اقدام وکړي.

د طالبانو د وزير دغه ادعاوې په داسې حال کې دي، چې لا هم له افغانستان څخه د نا امنۍ خبرونه په شدت سره دوام لري او خپله طالبان هر څو ورځې وروسته د داعش ډلې د ځينو مرکزونو د ځپلو ادعاوې کوي.

په اقتصادي برخه کې که څه هم طالب چارواکو مامورينو ته د معاشونو ورکړه لوی پرمختګ یاد کړی، خو په امریکا کې د ازبکستان سفير ويلي، چې د تاشکند غونډې یو اصلي هدف د افغانستان له بشري ناورين سره د عاجلو مرستو همغږي او هلته د بشري فاجعې د رامنځته کیدو مخنیوی دی.

د نړيوالو اړیکو په برخه کې د لاسته راوړنو خبره د طالبانو وزير په داسې مهال کړې ده، چې د نړۍ هيڅ کوم هېواد تر اوسه د طالبانو د واکمنۍ له يو کلنۍ سره د دوی واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

ازبکستاني چارواکو په تاشکند کې د افغانستان په اړه د پیل شوي دوه ورځیني کنفرانس یو اصلي دليل د افغانستان له خاورې د سیمې هېوادونو ته د ور پېښو ترورویستي خطرونو په اړه خبرې او بحثونه ښودلي دي.

4 COMMENTS

  1. د بندیزونو، تهدیدونو او توهینولو په برخه کې طالبان ریښتیا هم سختې لاس ته راوړنې لري.

    ۴۰ ملیونه محترم ولس یې له نړۍ څخه جلا کړئ او ددوی له لاس هېڅوک د یو سیال بشر په توګه نه ورته ګوري. دا هم غټه لاس ته راوړنه ده.

  2. د بندیزونو، تهدیدونو او توهینولو په برخه کې طالبان ریښتیا هم سختې لاس ته راوړنې لري.

    ۴۰ ملیونه محترم ولس یې له نړۍ څخه جلا کړئ او ددوی له لاسه افغان ته هېڅوک د یو سیال بشر په توګه نه ورته ګوري. دا هم غټه لاس ته راوړنه ده.

  3. شاه محمود قريشي د چين په غونډه کې درباندې ملنډې وهلې وې. تاسې خو پوهېږئ چې ستا په شتون کې يې هغوی ته څه ويلي وو؟
    ستا په شتون کې يې د افغانستان په استازيتوب ځان مطرح کولو، نو ….

  4. ټالب وزیر فکر کوي ، خپله نادان دی ، ټول نړیوال ورته همداسې ښکاري .
    د افغانستان د نفوس 80 سلنه د سبا او بېګاه نه لري . نژدې ټول هېوادوال ګدایی ته مجبوره شویدي .
    بخاطر یک شوم ، بسوزد شهر روم . دا هم د ملاکراسي او قرون وسطی رهبري شوه. د یوه مجهول الهویه شخص عکس چې دوی یې رهبربولي او د مړ ملا عکس پردوی واکمنی کوي. دا خپله د جهالت تر ټولو ښه ثبوت دي.
    د دوی په راتګ سره واورې او باران پر خپل وخت کې نه اوري . په اوړي کې واورې اوري او باران هم د مخربو سیلابونو او زلزلو سبب کیږي چې دا ټول د دوی له لاسه دي.
    په اسلام کې دروغ نشته ، مګر ټالبان افغانانو او نړیوالو ته دروغ بادوي ، حتی په دیپلوماسي او نړیوال سیاست کې هم دروغ وایی . د څه شي لاسته راوړنه لرئ ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب