پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمیدان وردګ کې په ۱۰ میلیون افغانیو یو روغتیایي مرکز جوړ شو

میدان وردګ کې په ۱۰ میلیون افغانیو یو روغتیایي مرکز جوړ شو

تاند( سې شنبه ، د اسد ۴ ) ‏‏د میدان وردګو د سید آباد ولسوالۍ د شیخ اباد په نوریو سیمه کې د یو روغتیايي مرکز د ودانۍ رغولو چارې د ۱۰ مېلیونو افغانیو په لګښت له پراختیایي بودجې بشپړې شوې.

د طالبانو د واکمنۍ د عامې روغتيا وزارت ویلي، چې دغه ودانۍ د ياد شوي وزارت له بوديجې څخه رغول شوی دی.

یوې ځايي سرچېنې بیا ویلي، چې دغه مرکز د افغانستان د پرزول شوي نظام پر مهال جوړ شوی او بوديجه ېې ورکړل شوې وه او يوازې د پرانيستې مراسم او د رغونې وروستي چارې ېې هغه هم په پخوانۍ بوديجه اوس تر سره شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د روغتيا وزارت ځینو سرچینو ویلي، چې د طالبانو واکمني د روغتيا وزارت د کارکوونکو معاشونه او لومړني امکانات په ډېرو ستونزو برابروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب