تاند( سې شنبه ، د اسد ۴ ) د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني وايي، چې د شل کلنې جګړې پر مهال یې د « شهادت» هیله لرله او دا کار ېې حتمي باله، خو په وینا یې چې خدای تعالی د « شهادت» پر ځای د « ازادۍ او فتحې ویاړ» ور په برخه کړ.
نوموړي دا څرګندونې خوست ته د سفر پر مهال په یوه ولسي غونډه کې کړي دي.
د حقاني شبکې مشر نه دي ویلي، چې ولې ېې د ده په وینا د «شهادت» هیله نه ده پوره شوې؟
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي، چې له پیله یې تر څو میاشتې مخکې پورې خپل عکس هم پټ ساتلی و او له څېرې سره ېې دومره خلک نابلده وو، چې امريکا یې د موندلو لپاره ۱۰ ميليونه ډالره جایزه اعلان کړه.
سراج الدين حقاني د طالبانو له بيا واکمنيدو څخه وروسته په یوه غونډه کې وويل، چې تر یو نیم زر تنو پورې کسان ېې افغانستان ته ځانمرګو بریدونو لپاره لیږلي وو.
نوموړي د وژل شويو ځانمرګو د وارثانو په یوه غونډه کې دا هم ویلي وو، چې د زرګونه نورو ځانمرګو د «شهادت» ارمان یې لا نه دی پوره شوی.
د سراج الدين حقاني دوه وروڼه، هغه هم د جګړې په میدان نه، بلکې د پاکستان تر ولکې لاندې قبايلي سيمه وزيرستان کې چېرته چې پاکستان حقاني شبکې ته پټنځايونه ورکړي وو، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال وژل شوي دي.
د طالبانو ډېری نور مشران، چې زرګونه طالبان ېې ځانمرګو بریدونو او جګړو ته استول، په دې تورن دي چې خپل اولادونه یې د آرامه ژوند لپاره بهرنيو هېوادونو ته لیږل، خو د نورو اولادونه یې د « جنت ګټلو» په وعده په جګړو کې وژل او د نورو انسانانو د مرګ باعث یې کړل.
پخپله وروستۍ کې دې ويلي وو چې له ډاره دې تېلفون نه شو ګرځولی او نه دې ورته ځواب ويلی شو. دا هم د دروغو يوه پوڼۍ دې ويشته.
که تاسې داسې نر ياست، نو د نجونو ښوونځيو ته اجازه ورکړه، خو دې کار کې هم پاتې راغلئ.
د پنجاب په غېږ کې ناست وې او خوبونه دې د شهادت ليدل. زموږ بدبختي دا ده چې جهاد زموږه او شهادتونه پرې خلک اخلي.
ضياءالحق هم د افغانستان د جهاد شهيد شو. د څارګرې ادارې له لارښوونې سره لا د هغه زړې پاليسۍ پيروي کوې.
تاسې خو دا افتداء هم پر رسول الله صلی الله عليه وسلم وتړله چې د کابل د انټر کانټېننټل هوټل ځانمرګيو (انتحاريانو) ته يې پخپل لاس د جنت (شهادت) شهادتنامې وېشلې. خپله دې ځان له دې شهادتنامې پټ کړی وو او چېرته غلی پټ په سوړه کې ناست وې.
د خليلزاد او د پاکستان د ګنده استخباراتي معاملو په راکړه ورکړه واک ته ورسول شوې. ازادي نشته، بلکې افغانستان د پاکستان يوه نااعلان شوې صوبه او مفتوحه سيمه شوه. له رسميت پېژندلو يې هم خلاص کړئ.
دا څنګه د شهادت ارزو وه چې جګړه په افغانستان او ته په اسلام آباد کې اوسېدې.
دروغ او منافقت ستاسو اصلی دنده ده
تا خپله ویلی چی د زرو نه زیات ځوانان دی د ځانمرګیو په اور کی وسوځول
د هغو بی ګناه افغانانانو چی ستاسو په ځانمرګیو کی شهیدان شول شمیره لا د قیقاً نده معلومه خو په زرګونو زرګونو شهیدان شول
په کوم یو ځانمرګی برید کی تا په خپل ځان پسی بمونه ټړلی وو چی انفجار دی وکړ او ته پکی ژوندی پاتی شوی؟
بلکه نور خو دی په ځانمرګو کی وسوځول او خپل ځان دی یا د ای ایس ای په پخو بنګلو کی او یا د ښځو په چادریانو کی د مال غنیمت لپاره غازی وساته
لعنت دی په تاسو دروغجنو د اسلام او انسانیت په دښمنانو وی. الله مو تر دی هم زیات ذلیل او رسوا کړه.
الله تعالی خو د دا دشهادت ارمان پوره کړه . څومره ژر چې کیږي په نورو خرمرګو پسې لاړ شې. اسفل السافلین مو ځای شه .
حقاني !
شهادت دومره مشکله خبره نه ده .همدا نن پنجاب ته لاړ شه او هلت دکافر او منافق تش په نوم مسلمان پوځ ته ووایه , چی غوړای هلته دانګریز اساسی قانون لغوه او اسلامی شرعی قانون نافذ کړل شی . دانګریز، امریکا دکمونیست چین او روسې بوټ پالیشی باید بنده شي , انشاءالله په یوه اوونۍ کی به ته ستا دکورنۍ ټول غړي سیخ جنت ته لاړشی. خودپاکستان په سانسور میډیا کې به داسي لیکلي وي “دهند او کافر افغانستان لخوا څو رالیږل شوي کافران چی د اسلامی سپیڅلی پاکستان دترقي پرضد یې تروریستی فعالیت کاوو, دپنجاب دبهادر سپیڅلی مسلمان کرنیل لخوا مُردار شول” (ناره یې تکبیر پاکستان زنده باد . کافر افغانستان مرده باد).
وزير ساب اوس هم ناوخته نه ده شهادت خو هروخت کيدای شي د شهادت نيت د وکړه هغه د خرمرګي واسکټ د واغونده دپاکستان سفارت ته ورشه له سفيرساب نه خدای پاماني واخله په غيږ کي ټينګ ونيسه له هغه سره ځان په ګډه شهيد کړه د موږ افغانانو دا شهادت په تا سو لوريريږي چي څومره زرشهيد شي دومره وختي به جنتي شي موږ تاسو ته لاس په دوعا يو.
که جنت نه غواړي؟
هههههههههههههه
پلار دې بړستن کې ومړ او تا د ویرې موبایل نشو ګرځولی په یو ځای کې د لس دقیقو نه زیات نه پاتې کیدې. شرمیدلی اول خو په شهادت باور نلری او بیا اخری ارامګاه دې دوزخ ده ځکه ډیر بیګناه دې وژلي د پنجاب لپاره. اوس هم ته د پنجاب لپاره دې خاوره کې ناست یې کنه نو ستا غوندې جاهل د وزارت د پیاده لیاقت هم نه لرې.
سراج الدین حقانی ( د انګریز او امریکې او پنجاب مشترک هلک ) نه ” شهادت ” پیژنی او نه ” فتح ” پیژنی او خوشی ګوزونه ولی البته د قرآن د وړوکی او مشهوری آیه د نیمګړی او ناسم تلاوت منظره ئې اوس هم د هیچا د خاطراتو د دفتر څخه پاکه سوې نه ده.