تاند( سې شنبه ، د اسد ۴ ) د کابل-کندهار پر لویې لارې د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په فولادګي سیمه کې مسافر وړونکي موټر سېلاو چپه کړی.
د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې دې په پېښه کې درې تنه مړه شوي، ۴۳ تنه ټپیان شوي او یو بل تن ورک شوی دی.
د زابل د عامې روغتیا چارواکي وايي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي.
په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د سختو بارانونو او سېلاونو خبر ورکړل شوی.
په دې او نورو طبيعي پېښو کې د لویو لارو د بندیدو او مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکړل شوي.
خلکو د لارو په ژر پرانيستلو د طالبانو ځواکونه او ادارې ستايلي، خو زيانمنو سره ېې د مرستو په نه تر سره کیدو نیوکې کړي دي.