سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد ۷«اخلالګرو» د مرګ ژوبلې او څو پاکستاني ښځو په ګډون د...

د ۷«اخلالګرو» د مرګ ژوبلې او څو پاکستاني ښځو په ګډون د ۱۲ تنو د نيولو خبر ورکړل شوی

تاند( سې شنبه ، د اسد ۴ ) ‏‏‏په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رياست ويلي، چې ځواکونو له لوري يې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې مربوطاتو کې ۳ «امنيتي اخلالګر» وژل شوي او څلور ټپيان دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې همدا راز د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه، چې په کې بهرني اتباع هم شامل دي نيول شوي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو رئيس وايي دې کسانو سره يې يو موټر بم، درې ريکشاوې، يو زرنج موټر سايکل، څلور تومانچې، ماينونه او نور چاوديدونکي توکي هم نيولي دي.

د‌ طالبانو اعلاميه د نیول شویو بهرنیو اتباعو هویت نه دی ښودلی، خو يوې سرچينې تاند ته وويل، چې په دغو کسانو کې څو پاکستاني ښځې هم شاملې دي.

معلومه نه ده، چې دغه عمليات د چا پر ضد شوي او له «امنيتي اخلالګرو» څخه د طالبانو هدف څوک دي؟

طالبانو مخکې په ننګرهار کې د داعش ډلې پر ضد د ډېرو عملياتو خبر ورکاوه، خو هغو ته ېې د« خوارجو» اصطلاح کاروله.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب