سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپاکستان: افغان نجونې د تلويزيون یا انټرنيټ له لارې روزو

پاکستان: افغان نجونې د تلويزيون یا انټرنيټ له لارې روزو

تاند( سې شنبه ، د اسد ۴ ) ‏‏‏‏د پاکستان ولسمشر عارف علوي د انټرنيټ یا تلویزیون له لارې افغان نجونو ته د زده کړو د زمينې برابرولو د پلان خبر ورکړی.

نوموړي دا خبره په خپله ټویټر پاڼه کې لېکلې، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې راپورونه وایي، چې د پاکستان د ولسمشر علوي دغه وړاندیز به د پاکستان د مشهور ملا مفتي تقي عثماني لخوا د طالبانو مشرانو سره په کابل کې شریک کړل شي.

مفتي عثماني له څو ورځو راهيسې د کابل په سفر دی او د سفر اجنډا ېې معلومه نه ده.

‏د پاکستان ولسمشر ویلي چې د افغانستان د ځانگړو ټولنیزو او اقتصادي نورمونو په نظر کې نیولو سره، د مناسبو او خاصو ترتیباتو له لارې کیدای شي نجونو او ښځو ته د زده کړې زمینه برابره شي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې پر پاکستان د طالبانو په لاس افغانستان د یرغمل نیولو او له اقتصادي سرچينو یې د ارزانه او بې پوښتنې استفادې ګڼ تورونه او موارد رسنیز شوي دي.

مخکې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د طالبانو له لوري د افغان نجونو د ښوونځيو د تړلو ننګه کړې وه او ويلي وو، چې د نجونو له مکتب ته تلو سره افغانان په کولتوري لحاظ موافق نه دي.

6 COMMENTS

  1. که امارت دومره کمزوره او بی کفایت وی ،او باید وی ؛ځکه انحصار او کار نآاهلو ته سپارل او د متخصصینو حذفول، دا ټول لاره جوړول دی ،ډدی لپاره چې ورو ،ورو د نفوذ زمینه زیاته او د خاین او ظالم
    پنجاب د شر منګولی زموږ د ملت تر ستونی ورسیږی،نو که دا سلسله روانه وی،امارت نه ،بلکی پنځمه صوبه به په ځای وی،نو د امارت او اسلام له نوم نه دا ډول استفاده باید ،حرام وګڼل شی۰

    • نپوهیږو چی دوی به د خپل بابا محمدی علی جناح د پونجا د ځوی درس زمونږ انجونو ته وای او که کوم هدف به لری

  2. یو څو ترخې څرګندونی:
    که څه هم زه له هره نظره یو کمزورئ او مُفلس کس یم خو د هر هغه چا په وړاندی د منفی مقاومت توان لرم کوم چی ادعا لری ( مثلاً ) د استعمارګرو او توطئه ګرو هیوادونو د سیاسی مشرانو حساب او کتاب د عام وولس د حساب څخه بېل دئ.
    دا به د منلو وړ نه وی که وویل سی مثلاً یو عام امریکائی یا انګریز وګړئ نیک وګړئ دئ ، نیکی او ښه والئ به ئې هغه وخت ثابت سی چی خپل حکومتونه تر غاړی ونیسی او د مظلوم او ځپلی او وږی او ناروغ بشر د سرنوشت په هکله ترې پوښتنه وکړی او همدارنګه په کمزورو ټولنو کی د جګړو د پیل او دوام د علت او معلول او عامل په هکله پلټنه او ګروېږنه وکړی.
    بناً
    د تفکیک مسئله نفی ده او ټول استعمارګران او توطئه ګران د ځپلی بشریت په وړاندی مجرم او مسئول ګڼل کیږی البته نه یوازی هغوی کوم چی په غرب کی اوسی بلکه هغه کسان هم مجرم ګڼل کیږی کوم چی مثلاً د کابل او کندهار او هرات په خیرنو کوڅو او یا حتی اطرافو کی اوسی خو له فکری نظره د استعمارګرانو سره خواخوږی لری.
    امّا اصلی خبره:
    د پاکستان اکثره مُلایان لوی مرتدین او د انګریز او شیطان مزدوران دی خصوصاً دا د نُکروزو ټیکه دار مُلا ( تقی عثمانی ) کوم چی همیشه ئې ږیره او افکار او کردار د انګریز په نُکروزو سره کړېده.
    دا عثمانی بړوه او د هغه بړوه شاګردان ( پر موږ باندی حاکم طالبان ) زموږ د نورو اساسی سترو سترو ستونزو د حل په وړاندی پټه خوله او تړلی لاسونه او ړندې سترګی ولاړ دی خو هغه غولوونکی مسائل او موضوعات ئې را منځته کړیدی کوم چی هیڅ اولیت او لومړیتوب نلری.
    د نجونو د مکتبونو تړل طبعاً د منلو وړ خبره نه ده خو د طالب مخالف تحلیلګران باید نور تاوده تاوده اجتماعی مسائل مطرح کړی کوم چی ډیر مهم دی . د نجونو د مکتب د موضوع اهمیت د هاضمې د جهاز حیثیت لری خو اوسمهال عام وولس د تنفس د جهاز د ستونزی سره مخامخ دئ. د تنفس جهاز د هاضمې تر جهاز ډیر مهم دئ چی البته د هاضمې د جهاز سمون هم مهم دئ.
    د یوې مکتبی معصومی نجلۍ یا پیغلی د پلار او ورور او کورنۍ د معشیت شرائط که خراب وی نو دا خوارکۍ نجلۍ به څنګه په وچه ګېډه او وچه انګېزه او وچ جیب او حتی وچو شونډانو او ګونجو رګونو د تعلیم او تحصیل د دوام توان ولری؟
    نو
    د ابوسفیان لمسیان ( تقی عثمانی او مرتد او ظالم پاکستانی دولت او ملت او د هغوی ګُمراه افغانی! شاګردان ) به ددې ریاکارانه او ظالمانه کړنو له وجی د خپلو انګلوساکسونی بادارانو سره په جهنم کی ګاونډیان وی.

  3. سلام
    دعارف علوی او عثمانی لارښوونه هغه چرګ ته ورته والی لری چې بې وخته اذان کوی بناء سرپرې کول یې په کار دی. موږ داسلام دپردې لاندې نورې پټې او ښکاره معا ملی هم لرو! چې کرار کرار په څمڅۍ کې راوځي الله ج دې دغنی کور برباد کړی چې افغانستان یې له باران یوړ او ناوی ته یی پريښود.داسی ښکاری چې علوی ډیراحمق انسان دی دتعلیمی لانجې په ابزارو او وسایلو، حساسیت، دقضیی نزاکت،اخلاق، ژورتیا اووخت نه دی پوهیدلی.
    اوس به وګوروچې کوربه څه وایی غلیتوب ګټه نه لری؟

  4. باکستان دافغانستان هره غمیزه په ډیر مهارت اومکاری دخپل ځان په ګټه را څرخولې ده، او خپل ځان ته یې مالي ،نظامی او معنوي ګټه رسولې ده.
    افغان نجونوته آنلاین او دکمپیوټر له لاري ښوونه دغرب لخوا یوه پروژه ده. زموږ دغه مکار ګاونډی غواړي چې داستره پروژه هم په خپل لاس کې ونیسي. جیب به یې ډک سي نوم به یې هم ښه سي . معنا دا چې نړیوالوته به وښیي چي پاکستان دافغان طالب په څیر بې عقل نه دی، دعلم په ارزښت پوهیږي.
    په اصل کي پاکستان یوه بله غوا لنګوي ، شیدې به یې پاکستان څښي ، د شالغتو ته به یې طالب جان ولاړ وي او خوشایی به یې هم افغان طالب پاکوي. دا، ۴۵ کاله همدالوبه روانه ده .

  5. سلامونه،
    علوی ملوي دې لمړی خپلی د لاهورۍ دروازې هیرا مڼډهي ته د ټ.وي لیارې اضلام ایباټي تعلیم د مفتی وثماني په مرداره ګیره ورکړي ؛ د پښتنو افغاني نجونو بیبیانو پلو ته دې په مردارو سترګو نه ګوري ، سترګې به پې وباسو چې دې چمن ته وګوري!!
    ورور مشر غ. حضرت خان ټول واقعیتونه ذکر کړي دي
    او شریفزاد وروره! تاسې هر وخت اشرف غني باندې نقد کوئ ،زما په نظر هغه د پوکسټین په مذهب ښه پوهیده؛ دا چې له څلورمې سکاوۍ مخنیوی یی وکړ او بدیلې لیارې ېې د تجارت پیدا کړلې غنیمت وې؛ مګر د شیطاني مثلثاتو لکه ټلوالې لڼډغر او ځینې نورې کړئ او په ط ط کې بعضې ګروپونه خو لا تر اوسه لکه مچان سر په لاسونو مښي!!!.
    الله دې د رښتیني افغان ولس مل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب