جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه ۱۹ ولایتونو کې د ورښتونو او سېل وړاندوینه شوې

په ۱۹ ولایتونو کې د ورښتونو او سېل وړاندوینه شوې

تاند(چهارشنبه، د اسد۵ مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې نن او سبا په ۱۹ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او ورسره جوخت د سیلونو د جاري کېدو احتمال شته.

کابل، کونړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، اروزګان، زابل، کندهار، هلمند، غور، میدان وردک، غزني، دایکنډي، زابل او هلمند هغه ولایتونه دي چې د سیل او ورښت وړاندوینه پکې شوې ده.

د هوا پېژندنې د ادارې له اټکل سره سم، د ورښت اندازه به د ۱۰ او ۵۰ میلي مترو ترمنځ وي.

په وروستۍ یوه میاشت کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پر له پسې بارانونو او سیلونو له کبله لسګونه کسان مړه شوي او ډېر مالي زیانونه پېښ شوي دي.

سږني ورښتونه بې ساري ګڼل شوي ځکه چې د کال په دې موسم کې عموماً په افغانستان کې باران نه اوري خو د هوا پېژندنې او چاپېریال ساتنې متخصصان وايي چې وچکالۍ او بې وخته ورښتونه د اقلیمي بدلون نتیحه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...