دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+څنګه مثبت لوري ته ولاړ شو؟ 

څنګه مثبت لوري ته ولاړ شو؟ 

لیکنه: محمدشفیق شرفزی
انسان په ژوند کې کله ناکله داسې حالت سره مخ کېږي، چې د ژوند د پرمختګ له هرې دروازې څخه  نااُمېده راځي، نو  په همدې سبب یې منفي فکر ذهن ته لاره کوي او د ژوند هر اړخ ورته سخت معلومېږي. اکثر خلک پداسې حالت کې خپله حوصله بایلي او ځان د پېښ شوي شراېطو په ولکه کې ګیروي. که دغه عمل ادامه پېدا کړي انسان انزوا ته وړي، چې د ژور خپګان (ډيپرېشن) سبب کېږي او په نتیجه کې انسان په رواني تکلیف مبتلا کوي. خو له بله پلوه حوصله لرونکي خلک دې ټولو حالاتو ته په پوره حوصلې سره ورغاړېوځي او هر څه په خپل  کابو کې ساتي. که څه هم انسان تل حالات په کنټرول کې نه شي ساتلی خو د خپل ردعمل پر مټ پاېلې مثبت لوري ته سوقولی شي.
یو امریکایي ارواپوه (جان میکسویل) وایي” تاسې چلنجونه نه شئ کمولی بلکه مقابل کې یې ځان لوړولی شئ او پدې ډول بریالي کېدی شئ”. که چېرې تاسې د هرې ستونزې حلولو او مثبت لوري ته وړلو غوښتونکي یاست، نو تاسې مثبت تشویق ته اړتیا لرۍ “سېلف موټیوېشن” یا خپل فکر مثبت لوري ته تشویقول هغه څه دي، چې تاسې سره د مشکل وخت په ښه کولو کې مرسته کولی شي. د نړۍ هر بریالي شخص تر شا د لوړې حوصلې او ترغیب لاس وي، که په ژوند کې تشویق او ترغیب نه نو پرمختګ به هم نه وي. موږ د لوړې حوصلې ساتلو پرمټ نا ممکنه کارونه ممکن کولی شو. خو سوال دلته دی، چې په داسې وخت کې چې هر څه مخالف لوري ته ځي نو څنګه حوصله برقراره وساتو؟ پدې اړه پوهان څو ګټور وړاندیزونه لري:
د هیله مندۍ رویه خپلول
موږ چې د کوم شي طلب کوو ورته رسېږو. او دا د یو حدیث شریف مفهوم هم دی. (من طلبَ فقد وجدَ)، نو په همدې سبب هیله مند اوسه، چې هره نوې ورځ ستا لپاره ښه ورځ کېدی شي. هره ورځ د هندارې مخ ته درېږه او په لوړ غږ وایه، چې نن ورځ به خامخا څه ښه پېښېږي. نن ورځ زما ورځ ده. نن زه د خپلو هیلو ور مومم. نن خپلو هیلو ته رسېږم. نن ورځ رب زما مخه سم لوري ته اړوي.
له خپلو غلطیو زده کړه کول
موږ ټول اشتباهات کوو، خو له هغې څخه زده کړه او مخکې تلل ښه بریا ده. په تېر کې، چې کومې غلطیانې مو کړي تجزیه یې کړئ او د پوهېدو په اړه یې کوښښ وکړئ پدې سره به مو حالات مثبت لوري ته روان شي. ممکنه حل او پایلې ولیکئ تر څو خدای مکړه په راتلونکې کې دوباره یې تکرار نه کړئ او که ورسره مخامخ کېدئ نو په ذهني ډول به یې د حل لپاره په مختلفو طریقو چمتو وئ.
مثبت الفاظ کارول
الفاظ مثبت لوري ته په تللو کې جادویي تاثیر لرلی شي، ستاسې شاوخوا چې څه پېښېږي پرې نظر مه لرئ او پرځای یې په هغه حالاتو غور وکړئ، چې تاسې ته مثبته انرژی درکوي او ستاسې د توافق وړ وي. بل پلو چې څه کېږي یا ته ورسره مخ کېږې د هغه په لیکلو هم پېل وکړه او چې کله دې فارغ وخت وموندو ویې لوله. دغه عمل به تاسره ستا په خراب حالت کې پوره مرسته وکړي او حوصله به مو زیاته کړي.
که کوم شی بیخي  ناممکن وي او په اختیار کې مو نه وي نو په اړه یې فکر کول پرېږدئ. ځیني شیان د انسان په واک کې وي او ځیني نه وي، د حاصل او لاحاصلو شیانو تر منځ فرق زده کړه ځیني شیان سره د هررنګه هسې په لاس نه راځي او ستاپه کنټرول کې نه وي نو په اړه یې فکر کول پرېږده. په احساساتي ډول فکر او عمل پرېږده تر څو مو وړتیاوې مفلوج نه شي. تل حالات ستا په خوښه نه شي کېدی، مګر ډاډه اوسه، چې ژر به مو غېرموافق حالات په خپل ولکه کې راولۍ او په چټکۍ سره به د بریا پر لوري ولاړ شې. پدې کلک باوري اوسه، چې فقط تاسې خپل عمل او ردعمل دواړه په قابو کې ساتلی شئ.
مثبت اورېدل او لوستل
مثبت او متاثرکوونکي معلوماتو لرونکی فکر د انسان د حوصلې د لوړېدو باعث کېږي. ځانته دا په باربار یادوه، چې تاسې د مشکل حالت په قابو کولو کې بریالي کېږۍ. د یو دوکان او کتابخانې په طرف ولاړ شه او د مطالعې لپاره څه داسې کتابونه واخله، چې د حوصلې په لوړولو کې درسره مرسته وکړي. د بریالیو خلکو کتابونه، فِکشن لرونکي کتابونه او داسې نور کتابونه، چې د مختلفو شخصیتونو د پېژندلو لپاره ډېر په زړه پورې حقایق له یوې نوې زاویې څخه پکې لیدلی شئ. په لکونو د مایوسه خلکو د ژوند مثبت لوري ته د اړولو راز د کتاب لوستلو څخه شوی دی.
د مثبت فکر لرونکو خلکو سره صحبت کول
له منفي فکر لرونکو خلکو سره ناسته تا له خپلو ټاکل شویو موخو لرې کوي. که چېرې دداسې خلکو سره مخ شوې، چې هلته منفي خبرې اترې کیدې نو اول خو له داسې خلکو واټن واخلئ او که نه کېدو بیا کوښښ وکړئ، چې مداخله وکړئ او موضوع بدله کړئ. مثبت خلک لټوه او هېڅکله د منفي ګرا خلکو سره مه کېنه. بریالیو او مثبت فکر لرونکو خلکو سره وخت تېرول زده کړه. ښه ملګری وټاکئ ځکه ښه ملګری کوی شي ښه مشوره درکړي، چې پرمټ به یې تاسې د ښه منزلت څښتنان شئ.
پلان جوړونه وکړه
د ژوند پرمخ بیولو لپاره ښه پلان ولره، که چېرته تاسې په پلان جوړونه کې ناکام شوئ پدې مانا، چې تاسې په لوی لاس د ناکامېدو اراده کړې. که تاسې په هر شي کې پلانګذاري وکړئ نو تاسې ته له اوله تر اخره د فکر کولو موقع درکوي. دغه عمل تاسې ته نوې نظریي درکوي او په صلاحیت کې مو د زیاتوالي سبب کېږي.
د خپل راتلونکي په اړه تحریري پلان جوړ کړه او سر له اوسه یې پېل کړه. که په ژوند کې کومه موخه لرې نو سمدلاسه لاس پکار شه او پلان ورته جوړ کړه او عملي یې کړه دغه کار یقیناً ستاسې حوصله لوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب