دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمتقي: فساد او د نیشه یي توکیو کښت مو صفر کړی، هیڅ...

متقي: فساد او د نیشه یي توکیو کښت مو صفر کړی، هیڅ سیاسي بندي نه لرو

تاند( چار شنبه ، د اسد ۵ ) ‏‏‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په تاشکند غونډه کې، چې پرون د افغانستان د وضعيت ارزولو په اړه پیل شوه، وينا وکړه.

هغه د خپلې وینا پر مهال وويل، چې د افغانستان د تېرو شلو کلونو د ستونزو پړه نه باید د طالبانو پر حکومت واچول شي.

طالب وزیر په دې اړه په مشخص ډول د ستونزو او کمیو یادونه ونه کړه.

ملا متقي مدعي شو، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د فساد او نیشه یي توکیو کچه صفر کړې او میلیاردونه ډالره نړيواله بشري مرسته ېې په شفاف ډول پر خلکو وېشلې ده.

د طالبانو دغه لوړپوړي استازي په تاشکند غونډه کې د وینا پر مهال دا ادعا هم وکړه، چې دوی هېڅ کوم سياسي او ښځینه بندي نه لري او حتا داعش بندیان په قانوني ډول نيسي او ساتنه ېې کوي.

‏د هغه په وينا، طالبانو په محدودې بوديجې د حکومتولۍ چارې په ښه ډول سمبال کړي، ۱۰ میلیونه تنه زده کړې کوي او په ټولو ولسواليو کې محاکمې فعاله او عدالت تامین دی.

د نوموړي څرګندونې یو شمېر طالب منتقدینو د افغانانو او نړيوالو سترګو ته خاوري شیندل بللي او ويلي، چې د ټولو خبرو د رد لپاره ېې کافي اسناد موجود دي.

دوی د سلګونه زره نجونو پر وړاندې د ښوونځيو تړل، د طالبانو صحرايي محکمې، په مختلفو نومونو له خلکو په زوره فساد او رشوت اخيستل، د داعش ډلې سره د تړاو په پلمه د خپلو لسګونو مخالفانو وژل، د قدرت انحصار او په پراخه کچه د ملايانو په ګومارلو د حکومتولۍ د سيستمونو له منځه وړل د طالب واکمنۍ لویې کارنامې بولي.

1 COMMENT

  1. څو ورځی مخکی داسی فکر کیده چی د طالبانو اصلی ویندوی مجاهد صیب په دروغو کی د زرو د میډال مستحق ده مګر اوس چی د ملا متقی ښکر لورنکي درواغ ته سړې ځیر شي اصلی مستحق ملا صیب متقی ده چی د نړی د شلو هیوادو د استازو مخ کی بی له کوم شرم او حیا نه داسی ښکرلورنکی درواغ وائي او په دروغو کی میدان یی د مجاهد صیب نه ګټلای ،نو که انصاف نه تېرنشومجاهد صیب په دروغو کی د سپینو زرو مدال او ملا صیب متقی د سرو زرو مدال مستحق ګڼل کیږي ملا متقی ولی په دروغو کی د سروزرو مدال مستحق ده ؟
    ملا متقي مدعي دی، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د فساد او نیشه یي توکیو کچه صفر کړې، معنا دا ده چی د هیواد په ټولو ولسوالیو کلیو او بانډو کی مخدره ټوکی نه کرل کیږي حال داچی همدا اوس په هلمند فراه ن نګرهار لغمان بدخشان په ولایتونو کی په زرهاو جریبه زمکی کی مخدره توکي کرل کیږي او دا اصلا امکان نلری چی زموږ هیواد په شان ځای کی چی د همدی طالبانو د یو شمیر قومندانانوکاروبار په همدی مخدره موادو څرخی د مخدره موادو د تولید کچه دی صفر ته را ټیټ شي که طالبان مخدره موادو تولید نیمائي ته هم راښکته کړي لوی توره بی کړې وي همدارنګه د فساد په باره کی ملا متقی د نړیوالو سترګی کی خاوری وپاشل ، مګر دا اداری فساد نده چی ټولو مسلکی مقامونو کی په عوض د دې چې مسلکي ماهر او تحصیل کړی افراد وګماري ملا، قاری او د مدرسو فارغ فقط پدی خاطر چی د طالبانو د ډلی غړي دي په کار ګمارل کېږي ؟، ایا دا فساد نده چی تمامه ورځ د دولتی وسایطو نه د چارواکو په شخصی کارونو کی کار اخستل کیږي، حتی په دولتی هلیکوپتری کی خپله ناوی کور ته وړي ؟، آیا دا اداری فساد نده چی په دربست او چارترطیارو کی طالب مشران ښکته پورته ځي ؟ آیا دا اداری فساد نده چی پدی وخت کی چی امارت شهیدانو او معیوبینو معاش د هغوی کنډو رنډو او یتیمانو ته نشي ورکولی په دولتی پیسی حج ته لار ښه او خپل ټول دولتی کارونه د یو میاشت لپاره په ټپه ودروه ؟ نو چی دولتی او اداری کارونو سره دلچسپی نه لری اوتاسره د دين او اخرت غمه ده یو جومات کی امامت وکړه ، دا سلسله کولی شو نورهم وغزوو، حقیقت دادی چی نه اداری فساد صفر ته رسیدلی او نه د مخدره موادو کښت ، ملا صیب متقی فقط د دی لپاره چی بین المللی رسمیت اسلامی امارت ته لاسته راوړی د نړی د هیوادونو استازو سترګو کی خاوری شیندی او د دی خبرې هېڅ پروا نلري چی د لوی خدای په نزد درواغ تر ټولو لویه ګناه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب