دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغان بانکي زېرمې د خلاصون مذاکرات؛ يو شمېر شنونکي يې د...

د افغان بانکي زېرمې د خلاصون مذاکرات؛ يو شمېر شنونکي يې د پاکستان لخوا حيف و میل ته انديښمن دي

تاند( چار شنبه ، د اسد ۵ ) ‏‏‏‏رويټرز خبري اژانس د خپلو سرچينو په حواله ویلي، چې د طالبانو او امريکايي چارواکو تر منځ د افغانستان د کنګل شوې شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالره بانکي زېرمې د خلاصون په اړه مذاکرات چټک شوي.

دغه اژانس ویلي، چې يوه درېيم بې طرفه لوري ته د دغو پيسو په سپارلو خبرې روانې دي، خو اصلي جنجال په دې دی چې امريکا په افغانستان بانک کې د طالبانو د سياسي ګومارنو پای ته رسیدل او له رهبرۍ څخه يې د طالب رد شوې غوښتنه مطرح کړې ده.

د‌ یادو پيسو په اړه پرون د افغانستان په اړه د تاشکند غونډې پر مهال هم بحثونه وشول.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د يادو پيسو د ور خلاصولو غوښتنه وکړه او د روسیې استازي ضمیر کابلوف د پيسو د کنګل کولو له امله امريکا له افغانستان څخه په غلا تورنه کړه.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام ويسټ بيا په دې غونډه کې وويل، چې د دغې کنګل شوې بانکي زېرمې د خلاصون په اړه مذاکراتو ته چمتو دي.

په ورته وخت کې يو شمېر شنونکي د دغو پيسو د کنګل نه ويستو مخالف دي او باور لري، چې کیدای شي دا پيسې د بشري مرستو په نوم توزیع او پاکستان يې د کلدارو په بيه تر لاسه او د خپل شړیدلي اقتصاد د رغولو لپاره وکاروي.

دوی پر طالبانو د پاکستان بېساري اغېز ته په اشارې، انديښمن دي چې پاکستان به په دې برخه کې هم د افغانستان له وضعيت څخه په خپله ګټه ناوړه استفاده وکړي.

2 COMMENTS

  1. امريکايي استازی ټام ويست په دې اړه پوره محتاط اوسي.
    د طالبانو ملاتړی ګاونډي کوربه هېواد دغې پانګې ته غلی دی چې څنګه يې طالبانو ته ترلاسه او ترې حيف وميل يې کړي. موخه يې د افغانستان د اقتصاد ته يو ستر ګوزار دی چې زموږ اقتصاد له پښو وغورځوي او له صفر سره يې ضرب کړي. حکومت، اردو، پوليس او ټول ملي بنسټونه يې له مينځه يووړل او له بل لورې ترې د واخان لوړه تر لاسه کړي. افغانستان به خپل جغرافيايي ارزښت له لاسه ورکړي او په دې سره به وکولای شي چې په ډېره اسانه سره افغانستان لا منزوي او د نړۍ له پامه وغورځوي.
    د افغانستان د اسعارو زېرمه طالبانو ته سپارل هوبه هو پاکستان ته سپارل دي. له هغه خو دا ده چې لاس پر لاس يې پاکستان ته ورکړي چې سبا ته خو د حساب وکتاب يوه مسووله سوړه معلومه وي. طالبان چې په تېر کې د هغوی جهادي فتواو ته سترګې پر غوږ ول، نو سبا به همدغسې د دوی د اقتصاد پوه خلکو نظر ته سترګې پر غوږ وي او په ډېره اسانه به يې ترې تر ګوتو او ترې حيف وميل کړي چې ګټه به يې نه طالبانو او نه هېواد ته ورسيږي.
    طالبان له مسلکي اړخه دومره د اعتبار وړ نه دي.

  2. اول باید طالبان د تیر یو کال د عوایدو او مرستو حساب ورکړی ،بیا ولیدل شی چې ایمانداری او امانتداری څومره ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب