کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هیري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
څلورمه برخه
قانون پوهان او د حقوقو ښوونځي د سایبري قانون اصطلاح هغو یو لړ قانوني مسایلو ته کاروي چې تر ډېره پورې په انلاین تعاملاتو پورې تړاو نیسي. په داسې حال کې چې د قرارداي قانون، شتمنیو قانون، حریم او د قانوني واک په څېر دودیزې قانوني حوزې په انلاین ډول هم پلي کېږي، خو سایبري قانون بیا دا هم په پام کې نیسي چې د ډیجیټل نړۍ ځینې عادي اړخونه هم بې ساري ننګونې منځته راوړلی شي.
د یوې قانوني شخړې په هکله تر ټولو لومړنۍ پوښتنه دا وي چې په دغه برخه کې کومه محکمه د پرېکړې قانوني واک لري. په فزیکي نړۍ (مثلاً په متحده ایالتونو) کې د ښاروالۍ، دولتي او فدرالي قوانینو لپاره جلا ټاکل شوې حوزې دي. خو د انلاین راکړې ورکړې یا بلې انلاین کړنې اشتراک کوونکي ممکن له فزیکي پلوه په دوو مختلفو قانوني حوزو کې حضور ولري. بله دا چې د نړیوال جال جوړښت په ښکار معنا سره اصلاً فزیکي سرحدونو ته غاړه نه ږدي او د دې پر ځای چې جغرافیوي بڼه ولري، د نړیوال جال جوړښت په پراخه توګه معنوي یا مجازي حیثیت لري. د انټرنټ ځینې مدافعین مثلاً جان پېري بارلو تر دې هم وړاندې ځي او وايي چې نړیوال جال باید د ځان لپاره داسې قوانین او دودونه جوړ کړي چې د انټرنټ تخنیکي او ټولنیز اصالت پکې منعکس شي او له وخت سره خپل بېل ټولنیز تړون ورغوي.
تر دې یو څه زیات واقعیتبینه لیدلوری د لارینس لیسګ دی، نوموړی استدلال کوي چې یو داسې قانوني رژیم دې را پورته شي چې دودیز فزیکي قانوني واک او د نوي سایبري فضا اندېښنې او اړتیاوې دواړه په ځان کې را ونغاړي.
متفرق مسایل
کله چې په انلاین ډول یو جرم یا شخړه رامنځته کېږي، نو سیاسي فشار او قانوني مسؤلیت، فدرالي او دولتي چارواکي پر دې مجبوروي چې په دې ډول قضیو کې ور دخیل شي. مثلاً د دې امکان شته چې هغه کاروونکي چې د فایلونو شریکولو له خدمتونو څخه استفاده کوي، د چاپ حق له قوانینو څخه په سرغړونه تورن شي. خو دا پوښتنه لا هم باید ځواب شي چې آیا د یوه کارن په سرغړونو د انلاین خدمتونو وړاندې کوونکی هم مسؤل ګرځول کېدای شي او که نه؛ په متحده ایالتونو کې فدرالي قانون د خدماتو وړاندې کوونکي له اکثره قانوني جوابدهيو څخه ویستلي دي. په هغه قضیه کې چې ګډونوال یې په دوو مختلفو هېوادونو کې ژوند کوي، دغه ډول مسایل ممکن لا ډېره پېچلتیا ومومي. (ډېری هېوادونو پر انلاین کړنو هېڅ ډول مقررات نه دي وضع کړي او اصلاً ورته توجه نه کوي، او هغه فعالیت چې د متحدو ایالتونو په څېر هېوادونو کې بندیز پرې لګېدلی وي، په هغو هېوادونو ښه وده کولی شي.)
د وینا او د بیان ازادۍ په تړاو هم ګڼ مسایل په انلاین نړۍ کې را پورته کېږي. مثلاً، آیا یو بلاګ لیکونکي ته د عنعنوي ژورنالیست حقوق ورکولی شو؟ آیا د ګوګل او یاهو په څېر امریکايي کمپنۍ، چینايي چارواکو ته د مخالفینو د سپارلو په خاطر مسؤل ګڼلی شو؟
د انلاین ګېمونو مخ پر وده خپلواکه او ایمرسیف نړۍ لکه Second Life د سایبري قانون لپاره ګڼ نور مغلق سوالونه هم پیدا کوي. آیا د هغو ژمنو پوره کول لازمي دي، چې انلاین کرکټرونو (اوتار) کړې وي مثلاً تجارتي تړون یا ان د واده وړاندیز یې کړی وي؟ د هغې شتمنۍ (مثلاً یوه کور) څښتن به څوک وي چې په مجازي نړۍ کې جوړه شوې یا پېرل شوې وي؟ که دغه مجازي شتمنۍ یو څوک پټه کړي یا یې له منځه یوسي، نو څه به کېږي؟ آیا له مجازي نړۍ سره باید د یوې موازي قانوني حوزې په څېر چلند وشي، او دا اجازه ورکول شي چې خپل قانوني سیسټم او محکمې ولري، او یا ان د ځان لپاره یوه محدوده پاچاهي جوړه کړي؟ دغه پوښتنې ممکن اوسمهال تر وخت دمخه وبرېښي، خو چې وینو میلیونونه وګړي د خپل وخت لویه برخه په مجازي نړۍ کې تېروي او داسې اقتصادي فعالیتونه ایجادوي چې د اصلي پیسو بدیل ګرځېدلی شي، نو هله بیا دغه پوښتنې لا زیات بېړنی حالت مومي. په دې برخو کې قانون جوړونه او د سایبري قانون نور مسایل پر دې پوښتنې اغېز هم کوي او تکیه هم پرې لري چې انټرنټ پخپله په څه ډول مدیریت او اداره کېږي. د هغو سازمانونو په باره کې د معلوماتو لپاره چې دا مهال په دې هلو ځلو کې دي چې سایبري حقونو ته وده ورکړي او پالیسۍ ورته جوړې کړي، د سایبري فضا د مدافع ډلو په باره کې پلټنه وکړئ.
اضافي لوستونه
1- Barlow, John Perry. “A Declaration of the Independence of Cyberspace.”Available online. URL: http://homes.eff.org/~barlow/ Declaration-Final.html. Accessed September 9, 2007.
2- Electronic Frontier Foundation. “Internet Law Treatise.
Available online. URL:http://ilt.eff.org/index.php/ Table_of_Contents. Accessed April 23, 2008.
3- Gahtan, Alan. Cyberlaw Encyclopedia. Available online. URL: http://www.gahtan.com/cyberlaw/. Accessed September 9, 2007.
4- Ku, Raymond S., and Jacqueline D. Lipton. Cyberspace Law: Cases and Materials. 2nd ed. New York: Aspen Publishers, 2006.
5- Lessig, Lawrence. Code: Version 2.0. New York: Basic Books, 2006.
6- Zittrain, Jonathan L. Jurisdiction (Internet Law Series). New York: Foundation Press, 2005.