Homeخبرونهالحاج ملا عبدالغني برادر اخند له حج څخه وروسته خپل کلي ته...

الحاج ملا عبدالغني برادر اخند له حج څخه وروسته خپل کلي ته تللی

تاند( چار شنبه ، د اسد ۵ ) ‏‏‏د طالبانو د رئیس الوزراء لومړي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر د حج تر فریضې اداکولو وروسته خپل پلرني ټاټوبي روزګان دهراود ولسوالۍ ته سفر کړی.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې ملا عبدالغني برادر د دهراود ولسوالۍ له سفر وروسته د طالبانو د څلورمې پلې لواء نه هم لیدنه وکړه، چې د یاد ولایت طالب والي حاجي دعوت ترڅنګ نورو طالب او یې ملتیا کوله.

سرچينه زياتوي، چې الحاج ملا برادر د لواء په داخل کي د طالبانو یو شمېر مسئولېنو، د کنډکانو قومندانانو، آمرینو عامو خلکو او نورو ته وېنا وکړه.

برادر له طوڅ وغوښتل چي خپلو وظېفو ته په صداقت او رښتنولي ورودانګي تر څو ولس ته د خدمت جوګه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد څه موده مخکې د طالبانو پر مشرانو په پراخه کچه د حج مراسمو ته په ورتلو او حکومتي چارو ته د نه پاملرنې له کبله نیوکې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...