تاند( چار شنبه ، د اسد ۵ ) د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرچینو ویلي، چې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله يې د پاسپورټونو په قیمت کې بدلون راوستی.
دغو سرچينو ويلي، چې د پاسپورټونو لپاره د طالبانو له لوري نوې بيې په دې ډول ټاکل شوي دي:«له پنځلسو کلونو څخه پورتنه کسانو ته ۱۰ کلن پاسپورټونه وېشل کیږي، نوی قیمت یې ۴۰ زره افغانۍټاکل شوی.»
سرچینه زیاتوي:«تر ١۵ کلنو لاندې ۵ کلن پاسپورټونه ورکول کیږي او قیمت یې ۲۵ زره افغانۍ ټاکل شوی دی.»
طالبانو د پاسپورټونو د بیو د لوړېدو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د طالبانو له واکمنيدو سره له افغانستان څخه د دوی له وېرې او اقتصادي ناورين له کبله په میلیونونه کسان د هېواد پریښودو په هڅه کې دي، چې د پاسپورټونو د تر لاسه کولو لپاره بیروبار ورسره په بېساري ډول اوج ته رسېدلی.
مخکې د لوړ عمره پاسپورټ اخيستونکو لپاره د پینځه کلن پاسپورټ بیه شاوخوا څلور زره افغانۍ وه، خو طالبانو لږ اضافه والی پکې راوستی و.
د یادونې وړ ده، چې په تور بازار کې د کمیشن کارانو له لوري د پاسپورټ اخيستلو بیه تر یو نیم زر امریکايي ډالرو پورته شوې ده.
ای ستاسو … په داسي مسلماني او اسلامیت یو مظلوم مریض یه دومره پیسې له کومه کوي چې په دومره لوړه بایه پاسپورت واخلي.
ظلم دی ظلم
فکر کوم له دې تصمیم نه په شا شول.