Homeخبرونهپه هلمند کې د کجکي برېښنا بند دویم فاز افتتاح شو

په هلمند کې د کجکي برېښنا بند دویم فاز افتتاح شو

تاند( چار شنبه ، د اسد ۵ ) ‏‏‏‏د طالبانو د رئیس الوزراء مرستیالانو: ملا عبدالغنی برادر اخند او مولوی عبدالسلام حنفي د کجکي بریښنا دويم فاز د ۱۰۰ میګاواټه پروژې افتتاح وکړه.

 ملا حنفي په دې مراسمو کې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې شل کاله د حقوق بشر، حقوق زنان او دیموکراسی په نوم جنګ وشو خو غوښتونکو یې د ځنګل قانون جاري کړی و.

د ده په وينا، د دوی علماءو، طالب العالمانو او محصلینو پر سینه بمونه ومنل خو«نړیوال اشغالګران» یې له دې خاورې وشړل.

‏ملا حنفي زياته کړه، چې دوی ۱۳ میلیارده افغانۍ يوازې د سږ کال لپاره د شهیدانو د یتیمانو لپاره ځانګړي شوي دي، د ټولو یتیمانو لپاره دي که د دوی د صف وه او که یې مقابل کي جنګیدونکي عسکر.

‏په افغانستان کې د ترکیې سفیر جیهاد ارگین‌آی وويل: زموږ او د افغانستان هیواد اړیکې زیاتې او ژورې دي چي د کجکي پروژه یې یوه نمونه یادولی شو.

‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت معین شیر محمد عباس ستانکزي په دې مراسمو کې وويل: نن هغه هلمند کي د یوې پروژې افتتاح کیږي چي اوس یې هم انګلیستان کي پوځي جنرالان د نوم په اوریدلو لړزیږي.

‏د برېښنا شرکت مرستیال مولوي عبدالرحمن رحماني په دې مراسمو کې وويل: تر کندهار پورې د مزي پیاوړتیا او د کندهار او غزني لوړ ولټاژ مزي نښلول د راتلونکې سترې پروژې دي، چې په مسیر کې به یې ۵ سب سټیشنونه جوړیږي.

‏د ده په وينا،کجکي کې د نوي پاور هاوس جوړول د ۱۰۴.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت دافغانستان برېښنا شرکت راتلونکی پلان دی.

د افغانستان د اوبو د تنظيم د ملي ادارې پخواني رييس انجنير خان محمد تکل د دې پروژې د پیل له کبله خلکو ته مبارکي ویلې او ليکلي: د پروژې اساسي کار چې د پارچاوې جوړول، د دهراود، غورک او کجکي د اولسوالیو د هغه برخو استملاک دي، چې د بند په کاسه کې د ډیرو اوبو د ذخیره کولو په وجه متضرر کيږي، کورونه مځکې یی تر اوبو لاندې کیږي لا پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...