شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+صادق هدایت او ایراني ټولنه

صادق هدایت او ایراني ټولنه

ليکوال: عبدالرشيد سعادت

صادق هدايت په فارسي ادب کې يو نوموتى ليکوال دى ډېر کم کسان به د نوموړي له نامه سره اشنا نه وي. نوموړي په داستاني ادبياتو کې داسې کار کړى چې ستر ګې پټول به له نوموړي سره ظلم او زياتى وي.

په ادبي دنيا کې ډېر داسې کسان شته چې هغوى د يوه ليکوال د ليکنو محتوا، هنر او تخلیق ته نه ګوري بلکې د نوموړي په شخصي ژوند د هغه ليکوالي ورحسابوي، چې دا له لیکوالانو او د هغوی له هنر سره بې انصاقي وي. هېڅ وخت هنر او تخلیق باید د لیکوال په شخصي ژوند حساب نه شي.

که موږ د نورو ژبو ادبياتو ته پام وکړو او يا په ټوله کې غربي ادبياتو ته نو هلته ډېر داسې ليکوالان شته دې چې سياست يې کړى دى؛ خو ورسره په څنګ کې يې په ادبياتو کې داسې اثار پنځولي چې نوبل جايزې ګټلي دي. تل داسې نه شي کیدای چې هغه څوک تخلیقي اثار وپنځوي چې په سیاست کې دخیل نه وي او یا یې د شخصي ژوند پرده خړه وي. که موږ یو ناول یا بل نثري ژانر مطالعه کړو هلته مو د لیکوال له هنر سره کار دی، هنر یې لولو او خوند ترې اخلو د هغه شخصي ژوند او یا سیاسي ژوند نه مطالعه کوو.

په بهرنیو هېوادونو کې تخلیقي اثار د خوند اخیستلو لپاره لوستل کېږي. هغه هېوادونه چې په هغوی کې د یو اثر لیکوال شخصي ژوند ته ډېر پام کېږي هلته تخلیقي او هنري اثار د خوند اخیتستلو لپاره نه لوستل کېږي بلکې د مفکورې لېږد او خپراوي لپاره لوستل کېږي. د هنري او تخلیقي اثارو د لیکوالو دنده او مسولیت د ټولنې له ناویلې پرده پورته کول، د ښکلا لېږد او د لسوتونکي خوښ ساتل دي. په ټوله کې هنري اثار که هغه ناول، لنډه کیسه، ادبي ټوټه او طنز دی د خوند لپاره لوستل کېږي. هنري ادبیات د خوند اخیستلو لپاره لوستل کېږي او باید خوند ترې واخیستل شي.

په پښتو ادبياتو کې که موږ وګورو نو د تره کي صیب غوندې لنډې کيسې او ناولونه چا ليکلي نه دي. يا که په بل ډول ووايم په پښتو ادب کې لنډه کيسه د لنډې کيسې د اصولو اړوند تره کي ليکلې ده او همدا شان یې ناول هم لیکلی دی. نوموړى يو سياستوال و دغه سياست د نوموړي د ليکوالۍ مينوال له لاسه ورکړي دي او ډېری خلک په ښه سترګه ورته نه ګوري.

په نړيوالو ادبياتو کې دغه مادې ته پام نه کېږي چې د يو ليکوال ادبي ژوند دې د هغه د شخصي ژوند قرباني کړي. په نړۍ ادب کې ډېر داسې کسان شته چې ځان وژنه يې کړې.که موږ د مصر او روم ادبياتو ته سر ورښکاره کړو  نو د ډېرو داسې لیکوالانو ژوند لیکونه به ولولو چې هغوی ژوندي په قبرونو ورننوتلي او يا يې له ژوند څخه زړه تور شوى او خپله آر ټاټوبى يې پرې ايښى دى هلته د هغوى اثار په موزيمونو کې خوندي دي، ډېر مينوال لري او د ټولنې وګړي په ښه سترګه ورته ګوري.

 صادق هدايت يو له هغو ليکوالانو څخه دى چې ځان وژنه یې کړې. نوموړی د ناهیلۍ د ښوونځي د سرلارو او سرسختو پيروانو څخه و. د ځان وژنې لامل یې په ځينو ځایونو کې مینه بلل شوې خو په اصل کې که موږ د نوموړي لیکنو او د ناهیلۍ ښوونځي پیروۍ ته وګورو له ژونده د نوموړي زړه تور والى د ده د ځان وژنې لامل دی. دوه ځله یې د ځانې وژنې هڅه کړې په لومړي وار بریالی نه شو؛ خو په دویم وار بریالی شو او ځان یې د ژوند له رسۍ څخه خلاص کړ. ګوښه توب یې خوښ و تل به یې په تنهايي کې د ارام ساه اخیسته. يو وخت تاجکستان و که کوم بل هېواد و یوه سیمینار ته یې ليکوالان بللي وو له افغانستان څخه حبيبي صيب او له ايران څخه صادق هدايت په کې ګډون کړی و. حبيبي صيب د صادق هدایت په اړه ويلي وو:((صادق هدايت یواځې ناست و او له هېچا سره یې خبرې نه کولې.)) د حبيبي صيب له دې خبرې داسې ښکاري چې نوموړى يو داسې انسان و چې تل یې په ګوښه توب کې ځان خوښ احساساوه همدا ګوښه توب د نوموړي د مغرور تیا لامل شوی دی.

   ليکوال، شاعر او عادي وکړى هغه وخت ځان وژنه کوي چې نوموړى له ژوند څخه د ګوښه توب خواته پښه کېږدي. يو ليکوال او شاعر هغه وخت د ګوښه توب خواته پښه ږدي چې له نوموړي سره غرور پيدا شي او د کبر زهرجنې اوبه يې په بدن کې ځاى ونيسي داسې کسان ورځ تر بلې له عادي ژوند څخه چوکاټي او بند ژوند ته ورګرځي او پايله يې دا شي چې ځان وژنه وکړي.

په ټول کې موږ بايد هېڅکله د يوه ليکوال او شاعر ادبي ژوند د هغه د شخصي او سياسي ژوند قرباني نه کړو. که مو دا کار وکړ د هغه د ادبي کار او ادبي ژوند سره به مو جفا کړې وي. په ايران کې ډېرى خلک د صادق هدايت له نامه څخه کرکه کوي او په ښه سترګه ورته نه ګوري. یوه ورځ مې کوم ملګري ته مسج وکړ او ورته ومې ویل ته خو راځې ما ته د صادق هدایت یو څو کتابونه راوړه هغه وعده وکړه چې دروړم یې. یوه ورځ وروسته یې مسج وکړ او په کې لیکلي یې وو:(( کتابخانې ته لاړم د نوموړي لیکوال د کتابونو پوښتنه مې وکړه د کتابخانې څښتن بد بد راته وکتل او ویې ویل چې نوموړی یو بد انسان و، ځان وژنه یې وکړه او کافر له دنیا ولاړه. دا خبره یې هم وکړه چې د نوموړي کتابونه خو زه نه راوړم او نه دومره پیرونکي لري.)) په یوه هېواد کې چې د یوه لیکوال او د هغه له اثارو سره د کتابخانې څښتن دښمني وکړي په نوموړي هېواد کې به هغه لیکوال ته هېڅکله هم عام وګړي په ښه سترګه ونه ګوري او کتابونه به یې د ورځو په تیریدو سره ورک شي. په دې ټولنه کې داسې یو لیکوال ته په دومره بده سترګه کتل کېږي چې هغه د همدغې ټولنې ادبیاتوته له ډېرو لیکوالانو ښه کار کړی او همدې ټولنې ادبیاتوته کار یې خپله دنده بللې ده. په نوموړې ټولنه کې د لیکوال شخصي ژوند او کړنې د دې لامل شوي چې ښه اثار یې په کتابخانو کې پاتې شي، لوستونکي ونه لري او د وخت په تیریدو سره یې اثار ورک شي. ادبي ژوند یې د شخصي ژوند قرباني شوی. پورته مې دا خبره کړې او اوسی یې لنډه یاودنه کوم چې موږ باید د یوه لیکوال ادبي ژوند د هغه د شخصي او سیاسي ژوند قرباني نه کړو.

1 COMMENT

  1. د پورته لیکنی په هکله یو څو جنجالی څرګندونی:
    په پښتو ژبه کی: لیکوال
    په فارسی ژبه کی: نویسنده ( د ” دری ” د کلمې په هکله کلک منفی ملاحظات لرم ).
    په عربی ژبه کی: مؤلف
    زما د اوسېدو د ځای په ژبه کی : författare
    په انګلیسی ژبه کی : writer
    ” لیکوال ” او ” نویسنده ” زموږ په فرهنګ کی معمولاً هغه څوک دئ کوم چی فقط رومان او ناول او نوری خیالی کیسې لیکی خو په اروپائی ژبو کی د هر کتاب ( په هر علمی یا ادبی ډګر کی چی وی ) لیکونکی ته (writer ) ویل کیږی.
    لیکوال که څه هم د لیک او لیکونکی د مشتقاتو څخه ګڼل کیږی او عمومی جنبه لری خو عادتاً او توافقاً یوازی د ځانګړو لیکنو تخلیق ته لیکوال وایو.
    امّا اصلی خبره:
    زموږ او زموږ د سیمی د هیوادونو ټولنی د غربی ټولنو سره په ډیرو برخو کی پراخ او ژور توپیرونه لری.
    په غربی ټولنه کی تر رنسانس وروسته د ټولو لیکوالانو افکار او ګوتی او قلمونه په ډینامیټیکی توګه د مذهبی او فرهنګی زندانونو! څخه آزاد سوه او د عقائدو د بیان ډګر ئې پراخ او بېله هیڅ ممانعتونو څخه ئې د ” ادب ”
    او ” رومان ” د لیکنی آسونه په چټکو ځغاستو پیل وکړ.
    سره لدې چی د بیان او عقیدې آزادی را منځته سوې وه خو اکثره غربی ادبی لیکوالانو د ” مذهب ” سره ډغری نه وهلې او فقط ( مثلاً ) فریدریش ویلهلم نیچه غوندی یاغی لیکوالانو د ټولو مذهبی عقائدو سرحدونه مات کړه. ځینی کسان پدې باور دی چی د نیچه اصلی هدف د یهودیت په وړاندی د عُقدې انفجار ؤ خو ځینی کسان پدې باور دی چی نیچه خپله د یو یهودی پتوګه د دین او خدای ځپلو! ته ملا تړلې وه.
    په مشرق زمین کی د ادیانو خصوصاً اسلام د دین د ژورو ریښو د مشاهدې له کبله ځینی یا ډیر روشنفکره! لیکوالان د غربی ځینو لیکوالانو او فلاسفه وو او ادیبانو تر اغېز لاندی راغلی وه او راغلی دی او د ” شرق ” او ” غرب ” د ټولنو د دننۍ نړۍ د توپیرونو د رسمیت پیژندنی څخه ئې انکار کړئ او غوښتی ئې دی چی ( مثلاً ) د انګورو د تاک نیالګی په شمالی قطب کی کېنوی او د نتیجې توقع او هیله ئې هم ولری.
    لنډه دا چی:
    صادق هدایت غوندی کسان د صادق هدایت غوندی ټولنو کی له یوې خوا د غربی فرهنګ سره مینه درلوده او د ځان ښودلو او وچ تقلید میَنان وه خو د بلی خوا د غرب او کمونیزم تر منځ د استعماری سیالی او ټکر منظرې شاهدان وه او دی او خوشی ئې د خپل سرزمین آبائی دین او آئین او فرهنګ ته په سپکه سترګه کتلی خو کله چی د نورو واقعیتونو سره مخامخ سوی دی نو د ” نهیلیزم ” په طوفان کی ګیر سوی دی او آخر ئې یا د ټولنی څخه ګوښه توب غوره کړیدئ او یا ئې د وجدان د عذاب څخه د خلاصون پخاطر ځان وژنه کړېده.
    د آلمانی فیلسوف ( شوپنهاور ) ځان وژنه د روانی او روحی ناروغۍ نتیجه وه
    خو
    د صادق هدایت ځان وژنه د غلط فکری سنګر غوره کولو نتیجه وه.
    نن ورځ زموږ غوندی هیوادونو روشنفکران هم د وجدان د عذاب سره مخامخ دی مانا:
    لسیزی لسیزی ئې چیغی وهلې چی د هیواد د پرمختګ د مخنیوی اصلی عاملین ” مُلایان او ددین تاریاک ” ګڼل کیږی خو نن په رُڼو سترګو وینی چی د همدې تاریاکو د شیندلو او ترویج ( مثلاً ارتجاعی او متحجر او تقلبی او پنجابی اسلام ) تر شا همدغه غربی قدرتونه او د دموکراسۍ او بشری حقوقو دروغجن مدعیان ولاړ دی بناً دا روشنفکر ته فقط دوې لیاری پاتی دی:
    پر ځان او وولسونو زړه سوی او ګوښه نشینی.
    یا
    خپلی غاړی ته د همدې غرب د نوکرۍ د طوق اچول.
    وروستۍ خبره دا ده چی:
    نن سبا د ادبی او تخیلو آثارو د لوستونکو په سلیقه کی بدلون راغلئ دئ او همدارنګه د لیکوالانو د کمبودۍ ( هغه لیوالان چی د لوستونکو د پاملرنی او مینی د جلب توان ولری ) له کبله د ” ادبی او تخیلی کتاب ” لوستل تر ډیره له موډه لوېدلی او دا کار اووم هنر ( سینما ) پر اوږو اخیستئ دئ ( د یو ماهر آشپز د صلاحیت حدود به د ټاکلو وړ وی ) خو ” سینما ” خصوصاً هالیووډی سینما چی هر څه د اوسنی نسل د موجودیت سره وکړه هغه ئې وکړه او مخنیوی ئې مشکل دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب