جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د ابده کي سیمه/ نیازمحمد فیضي

د ابده کي سیمه/ نیازمحمد فیضي

ابده ڪی: تر شنه اسمان لاندې چاپېره غرونه او هواره تر ډېره په ښایسته چمنونو پوښل شوې، زرغون چمن، شنې ونې، نوجنه ځمڪه، سړې چینې او را تاو غرونه یې د ښڪلا رازونه دي، چې د سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی، دا سیمه د پڪتیا مرڪز ګردېز اړوند شمال ته پرته ده، چې شمالي څنډه یې د لوګر د التمور سیمې پورې نښتې، باراني اوبه یې د پڪتیڪا تر بند سردې رسېږي او د ڪوچیانو د مالونو یو ښه څړځای هم دی، دا سیمه پخوا نا امنه وه، خو اوس یو ښه میله ځای او د خلڪو په چڪر بدله شوې، د خلڪو ورتګ هغه وخت زیات شو،ڪله چې په ټولنیزو رسنیو ڪې د دې سیمې انځورونه خپاره شول. اوسېدونڪي یې نیازي ڪوچیان دي، چې ګڼ شمېر ڪورنه یې پڪې اباد ڪړي، ژمی د ډېرو اورښتونو او واورو له امله دا سیمه لنډ ځایي څوڪیدارانو ته پرېږدي، چې هغوی د ڪورونو د ساتنې تر څنګ د بامونو واوره هم پاڪوي، په مقابل ڪې یې پیسې ورڪوي او دوی ترې خوست ولایت ته ځي، د ښوونځي او روغتون نشتون یې پر وړاندې لویه ننګونه ده، چې خلڪ یې د پوهنې او روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب