شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپه پاریس کې د افغانانو په تاوتریخجن اعتراض د پناه غوښتونکو اندېښنه

په پاریس کې د افغانانو په تاوتریخجن اعتراض د پناه غوښتونکو اندېښنه

تاند (دوشنبه، د ثور ۳ مه) په پاریس کې د یو شمېر افغانانو سوله ییز اعتراض، چې په پای کې په بلوا بدل شو، د ګڼو کډوالو او ځايي خلکو له انتقاد سره مخامخ شوی دی.

کډوال په دې اندېښمن دي چې دا ‌ډول اعتراضونه سبب کېږي چې د پناه غوښتونکو په اړه د فرانسې د خلکو او حکومت بدبیني زیاته شي او ځايي خلک وايي چې که پولیسو ناغېړي کړي وي ولې د عادي فرانسویانو پلورنځیو، رستورانونو او ښاري تاسیساتو ته زیان واړول شي.

راپورونه وايي چې یو شمېر افغانان د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۰ مه) په پاریس کې د درو افغانانو پر وژل کېدو او دې قضیې ته د پولیسو د نه پاملرنې په اعتراض کې راغونډ شوي وو خو د دوی اعتراض وروسته په تاوتریخوالي او بلوا بدل شو. اعتراض کوونکو د خځلو له ټوکریو رانیولې د رستورانونو تر مېز و چوکیو پورې هر څه چې په مخه ورتلل، ماتول.

وروسته له دې چې پولیسو له اوښکي بهیونکي ګازه کار واخیست، اعتراض کوونکي وتښتېدل او لږترلږه ۴ تنه د پولیسو له لوري ونیول شول.

د روان اپریل په اوومه د پاریس د دوشارون واټ د هغه اپارتمان په اووم پوړ کې اور ولګېد چې درې تنه پکې وژل شوي وو.

د دې پېښې په اړه ضد ونقیض راپورونه ورکړل شوي دي. ځینې وايي چې یوه کور ته دوه افغانان وربلل شوي وو، او وروسته له دې چې د کور د خاوند له لوري ووژل شول، قاتل د پېښې د نښو د پټولو لپاره خپل اپارتمان ته اور ورته کړ او د دې لپاره چې اور له کنټروله ووت، ځان یې له اووم پوړه لاندې وغورځاوه.

خو تراوسه پورې لا د پولیسو تحقیقات بشپړ شوي نه دي.

په فرانسه کې د مېشتو افغانانو اعتراض په دې دی چې پولیس دې پېښې ته اهمیت نه ورکوي او تحقیقات نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب