شنبه, مې 4, 2024
Home+‏نن د اپريل ۲۳مه د کتاب نړيواله ورځ ده

‏نن د اپريل ۲۳مه د کتاب نړيواله ورځ ده

نادیه دفتاڼۍ

دا ورځ دې د کتاب افغان مينوالو ته مبارکه وي

بختور دي هغه خلک چې د دنيا له ناخوالو څخه يې کتاب ته پناه وړې، داسې نړى کې یې کتاب د ځان ملګرى ټاکلى چې مخونه او لارې یې سل دي.

زما په څېر  هر لوستونکي ته معلومه ده چې موږ‌ له ځينو‌ کتابونو سره بې واکه خندلي دي، ځينو کتابونو سترګې را لندې کړي او بې اختیاره يې ژړولي يوو، ځينې کتابونو بيا په پښو درولي يوو، راته ويلي دي چې دا ستونزې او بندیزونه د ژوند د پای په مانا نه دي
د ښو کتابونو په لوستلو موږ کولاى شو د ښو لیکلو چل زده کړو، تل مثبت واوسو او ژوند ته د مینې او سوکالۍ له دريڅې ور وګورو.

د کتاب په هکله مې د ځينو پوهانو نظرونه خوښ شوي دي غواړم له تاسې سره یې هم شریک کړم.

سټيفن کينګ وايي:
کتابونه سفرونه او منزلونه دي
ليکوال ميرﺯا عالم حميدى د کتاب په اړه وايي:
ما د کتاب په سترګو نړۍ ليدلې، مانا دا چې که ﺯه و نه شم کولی ځينو هيوادونو ته سفر وکړم د کتاب په مرسته د هغوى په اړه هر اړخيز معلومات لاسته راوړى شم.

همداسى جورج مارټین وايي:

هماغسې چې توره تېرولو ته اړتیا لري، ماغزه هم کتاب ته اړتیا لري.

و دې شي چې ﺯما په هيواد کې هم د يو چا د ملګرتیا معيار د هغوی مطالعه او کتاب واوسي.

کاش زموږ په هيواد کې د چينايي ځوانانو په څير د مطالعې د دود د خپرولو په خاطر واټونه بند شي، نه د چارواکو د موټرونو د تيریدو لپاره.

هغه د شاعر خبره ده چې:

له کتابونو چې را ووځي سړی
د زنده ګۍ ترخهٔ زغملی نه شي

3 COMMENTS

  1. سلامونه ،
    خور آغلې نادیه دفتانۍ ،د کتاب په هکله دې ښه او لڼډ پر مفهومه مطلب لیکلی!
    زه به دا ورزیات کړم: زمونږ مقدس قرآن هم کتاب په شکل نازل شوی دی( ذالک الکتاب لاریب فیه..)البقره
    – ڼني مصروفه ژوند کښې ، انسان نه پوهیږي له ملیونونو کتابونو نه ، لمړی کوم یو ژر مطالعه کړي؟؟
    -پر مخ تللي ولسونه د کتابونو په لیکلو، چاپولو، لوستلو او زده کړو او تجربو کې یو له بله سره سیالي کوي
    کاشکې پښتانه/افغانان هم له الف تر یا او همزه ، ښکلو او ګټورو کتابونو ته مخه کړي اود کوتک او ټوپک په ځای قلم او کاغذ ته مخه کړي؛ و من الله التوفیق
    همنشین ې بِه از کتاب مخواه++++که مصاحب بوَد ګاه و بیګاه

  2. زمونږ مقدس قرآن هم کتاب په شکل نازل شوی دی( ذالک الکتاب لاریب فیه..)البقره

    تر ټولو غوره تبصره ده. ډاکتر صاحب په ښه فکر مو برکت شه.
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب