تاند- له نن څخه ۴۰۸ کاله پخوا د ۱۶۱۶ کال د اپریل په ۲۳ مه د انګلستان او ممکن د نړۍ تر ټولو ستر ډرامه لیکوال ویلیم شکسپیر مړ شو.
دغه ستر لیکوال داسي څېرې (هملت، اتللو، رومیو او جولیټ) په خپلو اثارو کې انځور کړي او ټولنې ته ورپېژندلي وې چې اوس د هغو د خیالي او تصویري اړخ په ځای حقیقي خلکو ته ثابت شوی دی.
ويل کېږي په انګلستان کې به داسې کورونه ډېر کم وي، چې دده به په کې يو يا څو کتابونه نه وي.
شکسپیر د ستراتفورډ ښار په یوه شتمنه سوداګره کورنۍ کې زېږېدلی وو.
پلار يې جان شکسپير او مور يې ماري شکسپير نومېده. د نوموړې ماندینه ان هتوی نومېده، چې له هغې يې درې زامن وو، ويل کېږي د شکسپير درې واړه زامن نالوستي وو.
د هماغه وخت له دود سره سم، ده ته د ۱۵۵۴ کال د اپریل په ۲۶مه د سینټ ترینیتي په کلیسا کې د تعمید غسل ورکړای شو او نوم پرې کېښودل شو.
شکسپیر په همدې ښار (ستراټفورډ) کې په اتلس کلنۍ کې له هاتاوي سره، چې تر ده اته کاله مشره وه، واده وکړ. دوی د درو اولادونو څښتنان شول.
له واده پنځه کاله وروسته شکسپیر لندن ته لاړ او لومړنی اثر (وینوس او ادانیس) یې وپنځاوه.
د شکسپیر هنري ډلې په لومړیو کې د تیمز سین په ښۍ غاړه کې د ګلوب په نوي تیاتر کې او له ۱۶۰۸ کال څخه وروسته د بللک فرایرز په تیاتر کې د ده تلپاتې ډرامې نندارې ته وړاندې کولې.
شکسپير د نړۍ تر ټولو ستر ډرامه ليکونکی بلل کېږي. د ډرامو ښکلا يې په دې کې ده، چې هره ډرامه يې ځانګړی شاعرانه او فيلسوفانه رنګ لري او د بشر دوستۍ، تواضع، عبرت او نصيحت مسائيل په خپل لمن کې رانغاړي؛ همدا لامل دی، چې دده له اکثرو آثارو اوس فلمونه جوړ شوي دي. د ډرامو مجموعه يې دده له مړينې اووه کاله وروسته چاپ شوه، چې په هغه وخت کې يې يو پونډ قيمت درلود، او اوسمهال ۲۵۰ نسخې د همغې ټولګې پاتې دي، چې هره يوه يې دوه ميليونه ډالره قيمت لري.
د ډرامه ليکلو ترڅنګ شکسپير يو ستر شاعر هم و. دی خپله د شاعر په اړه داسې وايي: «شاعر هغه دی چې بې نومه څېز ته نوم او بې شکله څېزونو ته شکل وربښي.»
شکسپیر د ۱۶۱۶ کال د اپریل په دې ورځ (۲۳) په ۵۲ کلنۍ کې په داسي حال کې له دنیا لاړ چې د خپلو اوچتو کارونو له برکته انګرېزانو خپل ویاړ باله.
دی په هغه ښار کې خارو ته وسپارل شو چې پکې زېږېدلی و.
د شکسپير ځينې پخې خبرې:
• که چېرې ټوله نړۍ له ترخو ډکه شي، زه به يې د خوږو په هيله وزغمم.
• آه! چې درواغ څومره ښايسته او ښکلې څېره لري.
• له ژوند څخه د خوند اخيستلو لپاره پکار ده، چې لږ ناپوه و اوسې.
• موږ د زېږېدنې پر مهال ژړېږو، له دې امله چې پوهېږو، نړۍ کې به له لېونتوب او حماقت سره مخ کېږو.
• څوک چې يو ځل باور ته زيان رسوي، بيا پرې باور و نه کړئ.
• پوچ او بې کماله سړی، لکه تش لوښی ډېر شورماشور کوي.
• څوک چې خوښي نه لري، د هغه زړه مړ دی او د چا چې زړه مړ وي، هغه ژوندی دی خو ژوند نه لري.
• موږ په خپلو سينو کې يوه اسماني وړانګه لرو، چې نوم يې وجدان دی.
• هر څوک چې قناعت نه لري، تر ټولو غريب دی.
• ای انسانه! ای امغروره انسانه! ته تر اسمان لاندې د لږ قوت د پيداکولو په خاطر داسې څه کوې، چې پرښتې ژړوې.