د روڼتیا په لور
له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ
ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز
مرکچي: د «روڼتیا په لور» خپرونې ته ښه راغلئ. ښه راغلاست، آغلې شیواني!
شیواني: ډېره زیاته مننه! اوم شانتي!
مرکچي: اوم شانتي، شیواني خورې! زموږ موضوع نن ورځ بیا هم په «نامحدوده خوشالي» را څرخي.
شیواني: داسې خوشالي، چې تر زمان، مکان، توکو او اشخاصو پورې نه وي محدوده.
مرکچي: تېره مرکه کې مو په درې هغو نکتو خبرې وکړې، چې زموږ ذهن ترې اغېزمن کېږي. یو یې زموږ تېرې تجربې وې، دوهم يې معلومات وو…
شیواني: تېرې تجربې هغه دي، چې موږ يې له منځه نه شو وړلی. دغه تجربې تر مخ لا زموږ په حافظه کې ثبت شوې وي. خو دا هڅه کولی شو، چې هماغه یو ریکارډ بیا، بیا ځلې په خپل ذهن کې تکرار نه کړو. په دې چې هر ځل چې هماغه یو ریکارډ تکراروو، په اصل کې خپله ماضي، په خپل حال بدلوو.
مرکچي: اوووه! نو بېرته خپله ماضي تکراروو؟
شیواني: هو، په دې چې بېرته له هماغو احساساتو او جذباتو تېرېږو، چې پخوا مو درلودل او هر ځل چې موږ هماغه پخواني احساسات ذهن ته تداعي کوو، نو په دې توګه له دغه احساس څخه چې کوم عادت یا شخصیت جوړېږي، هغه لا زیات شدت او پوخوالی مومي.
مرکچي: هماغسې چې یو زخم لا زیات وګروې او ويې شړوې؟
شیواني: هو. دا همداسې ده، چې د خپل ټپ بنداژ خلاص کړې او خپل زخم دې له سره را تازه کړې؛ او بیا نور خلک هم ځان ته در وغواړې، چې په ګډه درسره خپل بنداژ خلاص کړي او خپل زخمونه وشړوي.
مرکچي: او څومره يې چې ګروې، زخم دې هماغومره ژورېږي…؟
شیواني: بالکل! چې په دې ډول دې زخم هېڅ کله هم نه رغېږي.
مرکچي: ان سرطان ترې پیدا کېدلی شي؟
شیواني: هو. موږ د براما کوماري په مرکزونو کې یوه ډېره ښه خبره زده کوو، چې تېر، تېر شوی دی. بس خلاص! ټکی ورته کېږده.
مرکچي: کامه هم نه؛ یوازې ټکی؟
شیواني: نه کامه، نه سوالیه نښه او نه هم ندائیه علامه. ولې، څه او څنګه؟ د دې ټولو په ځای یوازې یو ټکی ورته ږدو. تر څو وکولی شو، چې تاند او سپېڅلي شو او مخته ولاړ شو؛ او کوم څه چې په اوسمهال کې زه پنځوم، هماغه څه زما په حافظه یا ریکارډ کې ثبتېږي. ځینې وختونه خلک وايي، چې له تېر نه باید زدکړه وشي. خو تېر نه څه شی زده کړم؟ زه یوازې دا زده کوم، چې پخوا ما هغسې غبرګون ښودلی وو؛ خو اوس کولی شم، چې په بل ډول غبرګون وښیم. بس همدومره! نور مخته ځو. د تېر وخت په حالاتو او پېښو کې د زدکړې هېڅ شی هم نشته. موږ یوازې همدا باید درک کړو، چې په پېښو او حالاتو پورې نښتل، نه ترې تېرېدل او په خپل ذهن کې يې غونډول، یوازې موږ ته درد راکولی شي، نور هېڅ هم نه. د دې مثال داسې دی، چې په لاس کې دې یو څه نیولي وي. د هغه توکي وزن همېش په خپل حال پاتې وي، خو زه يې چې تر څومره ډېره وخته په لاس کې نیسم، هماغومره به مې د لاس درد ورسره زیاتېږي. په ذهن کې د بوج ساتل هم په همدې ډول دی.
مرکچي: درد خو پرېږده! ان ممکن جلدي امراض درته پیدا شي. حتی په دې وجه خلکو ته د سرطان ناروغۍ پیدا شوې دي؛ ځینې خلکو ته دوامداره سردردي ترې پیدا شوې او حتی ډاکټر او حکیم هم په دې نه پوهېږي، چې علت یې څه شی دی؟
شیواني: وجه يې دا ده، چې دوی په خپل ذهن یو بوج ایښی وي. دوی چې په خپل ذهن کې کوم حالت یا پېښه ساتلې وي، هغه په خپل ځان کې ډېره وړه او ناڅیزه وه؛ خو دا چې دغه پېښه او سانحه یې تر اوږدې مودې په خپل ذهن کې ساتلې، نو درد یې ورسره زیات شوی دی. حل لاره یې یوازې دا ده، چې دغه خاطره او پېښه وغورځوه او ترې تېر شه، هېر یې کړه. نور يې وجود نه دی پاتې، تېر شوی دی. بله دا چې زما په کنټرول کې هم نه دی.
مرکچي: خو یو څوک څنګه وکړي؟ فرض کړه، په ماضي کې یوه ډېره غمجنوونکې پېښه راسره شوې او دغه پېښه مې تل ذهن ته راځي. دغه پېښه مې ذهن کې ده، خفه ناست یم، یو څوک خواته راځي، پوښتنه کوي، چې څه شوي دي، پلانکیه؟ ناڅاپي مې ځان ته پام کېږي، ورته وایم، اوه! نه، هېڅ شی هم نه دي شوي، یوه پخوانۍ غمجنوونکې کیسه رایاده شوه. هغه راته وايي، اخ، جار، بس په ژوند کې دا له ټولو سره کېږي.
شیواني: او بیا دواړه سره کېنئ او یو بل ته وايئ، چې راځه، چې اوس په خپل تېر وخت بحث وکړو؟ ههه!
مرکچي: بالکل! بحث پیلوو او بیا هغه ته هم خپله کیسه کوم.
شیواني: د نورو بنداژ خلاصول او په ګډه زخم ګرول همدا معنا لري، ټول په ګډه کېنو او د یو بل په زخمونو کې ګوتې ور وهو.
مرکچي: خو نه، چې کله یوازې اوسې، نو ارومرو داسې کېږي، چې تېر وخت در یاد شي او غمجن شې.
شیواني: فرضوو، چې د یوې پېښې او حادثې له امله مو ډېر زیات درد او کړاو لیدلی دی، خو کله یې چې یاد را تازه کوو، نو یو ځل بیا هماغه درد او کړاو تجربه کوو. په دې ځای کې باید له ځانه پوښتنه وکړو، چې غواړو، څو ځله له هماغه تریخ احساس څخه تېر شو. او بله ډېره مهمه خبره دا ده، چې هر کار چې بار، بار تکرار شي، زموږ په شخصیت بدلېږي. او بیا دغه شخصیت موږ له ځانه سره هر چېرته وړو…
مرکچي: او بیا به ممکن د خلکو هم نه خوښېږو، په دې چې هر وخت به مو د ژړا او فریاد نه ډکه غمجنه څېره نیولې وي…
شیواني: خبره یوازې د ژړا هم نه ده، بلکې کوم اهتزازات چې موږ ځان سره لېږدوو، هغه مهم دي. ممکن ته د هر چا په مخ کې خپله پخوانۍ ترخه تجربه تکرار نه کړې، خو دا چې دغه تجربه یا پېښه ستا په ذهن کې پرته ده، نو ستا اهتزازات او اورا (aura) خود به خود منفي کېږي.
مرکچي: او کله چې دغه ډول اهتزازات لېږدوو، نو هماغه ډول نورې ترخې او بدې پېښې او تجربې هم د خپل ځان په لور غواړو او په لوی لاس بلنه ورکوو؟
شیواني: ځکه چې نور ته د دې ځواک نه لرې، چې له هغه ډول ترخو تجربو سره مبارزه وکړې.
مرکچي: آیا د خپلو اهتزازاتو له امله، همدا ډول اشخاص او نورې پېښې هم ځان ته نه را جلبوو؟
شیواني: وګورئ، کله چې موږ له یوه تریخ حالت سره مخ کېږو، نو دا چې موږ له عاطفي او احساساتي پلوه تر مخه لا کمزوري شوي یو، نو دا ځواک راسره نه وي، چې له هغه حالت سره لاشعوري او نااګاهانه مبارزه وکړو. په دې اساس، کله چې یوې ناوړه پېښې سره مخ کېږو، نو ماتې خورو. وجه يې دا ده، چې موږ تر مخه لا یوې داسې پېښې ټپي او دردمن کړي یو، چې شل کاله پخوا پېښه شوې ده. اوس چې کله یوه تازه انګېزه زموږ مخې ته راځي، خو دا چې زموږ ټول ریکارډ له درد او کړاو نه ډک دی، نو زموږ غبرګون به څه ډول وي؟ د مبارزې ځواک به نه لرم. بیا که د یوه داسې شي له امله دردمن یم، چې تاته در پېښ شوي دي، نو بیا دغه تجربه یوازې تر تا نه پاتې کېږي، بلکې زه یې هم تجربه کوم او دغه راز شاوخوا لس، شل نور کسان یې هم راسره تجربه کوي. په دې چې دغه درد پخپله ما پنځولی دی، تا نه دی پنځولی. په دې ترتیب، کله چې له تا سره وم، د ځان لپاره مې درد وپنځاوه. خو سبا چې له بل چا سره وینم، زه ذهناً کمزوری یم او که په دې حالت کې هغوی یوه وړه خبره هم راته وکړه، یو ځل بیا دردېږم.
مرکچي: یعنې دا ټول له یو بل سره تړلي دي…
شیواني: وجه يې دا ده، چې دا زما خپل شخصیت دی، د هغوی نه دی. زه تا د یوې انګېزې په توګه کارولی او ویلی شم، چې زه خفه یم. خو اصلي خبره دا ده، چې دغه خفه شوی یا دردېدلی شخصیت زما دی او همدا شخصیت به بلې هرې پېښې یا شخص سره مخ کېږي. نو په دې ډول موږ هره شېبه په یوه حساس او نازک حالت کې قرار لرو. دا مهمه نه ده، چې خپله دنده بدله کړو، خپل شریک یا ملګری بدل کړو؛ مهمه دا ده، چې خپل ځان قوي کړو.
مرکچي: خپل فکرونه باید بدل کړو؟
شیواني: هو. په همدې ډول به بیا ستا دفاعي سیسټم یا عاطفي دفاعي سیسټم قوي وي او چې هر چېرته ځې او هر چا سره مخ کېږې، محفوظ او خوندي به يې. او دا به هېڅ مهمه نه وي، چې هغه حالت یا شخص څنګه دی؟
مرکچي: شیواني خورې! تاته خو د مشاورې لپاره ګڼ خلک مراجعه کوي. څه فکر کوې، آیا د خلکو لپاره د خپلو فکرونو بدلول اسانه دي؟
شیواني: ډېر زیات اسانه!
مرکچي: مه کوه!
شیواني: رښتیا وایم!
مرکچي: زما تمه دا وه، چې که ډېر ستونزمن یې ونه ګڼې، نو لږ تر لږه به ووايې، چې ستونزمن خو دی. خو آیا په رښتیا اسانه دی؟
شیواني: بیخي ډېر اسانه! ان زه پخپله حیرانه یم. خلکو په خپل ژوند کې بیخي معجزې ترسره کړې دي او دا هر څه دوی پخپله کوي. بل څوک يې نه ورته کوي.
مرکچي: دوی څه شی کوي، چې د فکرونو بدلول دومره ورته اسانه دي؟
شیواني: تر ټولو لومړی باید دا درک کړو، چې زه باید پخپل ځان کار وکړم، نه په نورو خلکو! ما داسې ښځه او مېړه لیدلي، چې خبره يې د طلاق تر حده رسېدلې وه، خو بېرته خوشاله ګډ ژوند ته راستانه شول او هغه هم یوازې په دې یوه خبره، چې زه باید یوازې په خپل ځان کار وکړم، نه په هغه/هغې. چې دا خبره مو ومنله، هر څه پخپله بدلېږي.
مرکچي: خو آیا ستونزمنه نه ده، چې په دې خبره پوه شې یا باور وکړې، چې غلطي زما ده او زه په ناسمه لار روان یم؟
شیواني: دلته د غلطي او ناسموالي هېڅ خبره نه ده شوې، دا چا ویلي، چې زه په ناسمه لار روان یم!
مرکچي: په طلاقونو کې یې وګوره، د یو چا به غلطي وي. دغه راز د یو بل ملامتولو کیسه له کوم ځایه پیلېږي؟ له همدې ځایه، چې ته غلط يې؛ بل به بېرته تاته وايي، چې نه، ته غلط يې.
شیواني: په اصل کې د یوه حالت په مقابل کې زما غبرګون مهم دی، بې له دې چې د هغه/هغې چلند او برخورد څه دی؛ او له همدې ځایه باید موږ خپل ټول تمرکز په خپل غبرګون وکړو. بس همدومره!
مرکچي: هغوی به درته ووايي، چې ته په دې (منفي) ډول خبرې راسره وکړې، نو طبیعي ده، چې زه به دغسې (منفي) غبرګون ښیم. خو پوښتنه دا ده، چې له دې هر څه سره سره څنګه په خپل ځان کې بدلون راولو؟
شیواني: کله چې دوی دې شعور او اګاهي ته ورسېږي، چې ته په هره طریقه له ماسره خبرې وکړې، زه په طبیعي ډول دغسې (منفي) غبرګون نه ښیم، بلکې خپل غبرګون په خپل لاس انتخابوم. همدا اګاهي زموږ ټوله معادله بدلوي. په دې معنا، چې نور دوی اګاه شي، چې زما غبرګون طبیعي نه دی. موږ په دې اند یو، چې زموږ غبرګون طبیعي دی؛ چې له همدې ځایه ستونزه جوړېږي.
مرکچي: په یوه مثال مې پوه کړه.
شیواني: مثال يې دا دی: موږ ته یو ځل یوې ۲۴ کلنې مېرمنې زنګ را وکړ، چې په خپل بام ولاړه وه او غوښتل يې ځانوژنه وکړي او د یوې وروستۍ هڅې په توګه يې موږ ته زنګ را وکړ او ويې ویل، چې زه ژوند کول نه غواړم او په اخري شېبو کې مې فکر ته راغلل، چې تاسو ته به زنګ ووهم او وبه ګورم، چې تاسو کومه حل لاره راته لرئ او که نه! پوښتنه مې وکړه، چې څه شوي دي؟ ویل يې، چې مېړه مې په دفتر کې له یوې بلې نجلۍ سره اړیکه لري او اوس مې مېړه غواړي، چې ماته طلاق را کړي. نو هېڅ داسې وجه نشته، چې نور زه ژوندۍ پاتې شم. دغه مېرمنه په بشپړ ډول ماته شوې وه. د کورنۍ، ټولنې او نورو اړخونو په اړه يې فکر ګډوډ شوی وو. په دغه شېبه کې ان زه پخپله هم نه پوهېدم، چې دغې مېرمنې ته څه ووایم. خیر، ما ورته وویل، چې لومړی ته را ښکته شه. ما ورته وویل، چې اصلاً ته څه غواړې؟ ویې ویل، چې زه غواړم، هر څه بېرته نورمال او عادي حالت ته راوګرځي، هغسې چې پخوا ول. زه مې خپل ګډ ژوند هغسې غواړم، چې پخوا وو. نو په براما کوماري کې مې په تېرو څو کلونو کې چې کوم څه زده کړي او تجربه کړي وو، د هغو له مخې مې ورته وویل، چې سمه ده، یو فکر وپنځوه، چې هر څه سم دي. هغې سمدلاسه وویل، چې نه کنه، هر شی خو سم نه دي کنه!! ومې ویل، چې زه پوهېږم، چې سم نه دي. خو ته پخپله څه غواړې؟ وايي، زه غواړم، چې هر څه سم اوسي. نو ما ورته وویل، چې سمه ده، همداسې فکر وپنځوه، چې هر څه سم دي او زما مېړه بالکل ښه دی او هېڅ غلط کار نه دی شوی. موږ شاوخوا یو ساعت خبرې وکړې، په دې چې هغې پرلپسې ټینګار درلوده، چې هېڅ شی هم سم نه دي او زه څنګه داسې فکر کولی شم، چې هر څه سم دي؟ بیا به یې ویل، چې اوس څه وکړم؟ آیا ورشم، له هغې نجلۍ سره خبرې وکړم؟ آیا د نجلۍ له مور او پلار سره خبرې وکړم؟
پوهېږې، موږ تل له نورو خلکو غواړو، چې زموږ ستونزې را حل کړي. مثلاً آیا له خپل مور و پلار سره خبرې وکړم؟ آیا پلانکی کار وکړم؟ او داسې نور. خبره دا ده، چې هېڅ هم مه کوه، یوازې یو فکر وپنځوه، چې هر څه سم دي. دغې مېرمنې زما خبره ومنله. لومړنۍ لس ورځې پرې سختې وې. هڅه به یې کوله، چې فکر وپنځوي. خو بېرته به ناهیلي شوه؛ بیا به یې جرأت وکړ، هڅه به يې وکړه، بیا به يې ماته وخوړله، بیا به يې هڅه وکړه. خو بلاخره، نوموړې په دې وتوانېده، چې خپل فکرونه بدل کړي، چې سمه ده، هر څه سم دي، مېړه مې بالکل سم دی. په دې ډول دا وشول، چې ژړا يې بس کړه، خپل ثبات يې پیدا کړ او اوس به يې چې مېړه له کار نه بېرته راغی، دې به ژړا او سلګۍ نه وهلې. دې حالت ته یې مېړه لا زیات ځورېده، چې مېرمنه مې څنګه داسې ارامه ده؟ له دې امله يې په نور تاوتریخوالي لاس پورې کړ، ځورول يې لا زیات کړل، په دې چې غوښتل يې چې په دې ډول د خپل طلاق عمل پرې توجیه کړي. خو دغې مېرمنې هر ځل خپل ثبات ساته او هر ځل به يې ځان ته ویل، چې هر څه سم دي او د دغه حالت واک له ما سره دی او د خپل ځان واک او کنټرول هم زما په لاس کې دی.
مرکچي: او دغه ټولې کیسې مو هر ځل په ټلیفون کې کولې؟
شیواني: هو. ما تر اخره له هغې سره مخامخ ونه لیدل. او یوه میاشت وروسته يې مېړه د طلاق پاڼې ور کړې او ورته ويې ویل، چې شرکت ما د کار لپاره امریکا ته استوي او په دفتر کې زما همکاره هم امریکا ته استوي، نو موږ همالته له یو بل سره واده کوو. هغې په سبا ورځ ماته زنګ را وواهه، چې مېړه مې سبا امریکا ته روان دی. په دې وخت کې زه بیخي هک حیرانه وم، چې دغه مېرمنه به اوس څه کوي؟ خو هغې وویل، چې پوهېږې، زه بیخي ښه یم.
مرکچي: اوه! ههه!
شیواني: هو، ویل يې زه بیخي ارامه یم او فکر کوم، چې زه په خپل ځان ډېر ښه پام کولی شم. یوه دنده به واخلم او له خپل مور او پلار سره به اوسېږم. دې مېرمنې یوازې یوه میاشت خپل فکرونه بدل کړي وو. حالات لا هم د پخوا په څېر وو، هماغومره بحراني او کړاوجن څومره چې یوه میاشت مخکې وو. خو دې خپل فکر بدل کړ او په ځان يې کار وکړ. مېړه يې امریکا ته لاړ. دوه میاشتې وروسته يې زنګ ورته را وواهه، چې زه په خپله تېروتنه پوه شوی یم او اوس ډېر زیات پښېمانه یم، آیا بېرته درتلی شم؟ مېرمنې ماته زنګ را وکړ، چې مېړه مې غواړي، بېرته راشي، څه وکړم؟ ما ورته وویل، چې ته څه غواړې؟ ویل يې، زه غواړم، چې هر څه بېرته د پخوا په شان عادي شي. ورته ومې ویل، سمه ده، نور نو څه غواړې، هو ورته ووایه؟ تر دې دمه شاوخوا د هغوی دوه نیم کاله کېږي. اوس یوه ډېره خوږه لور او یوه مینه ناکه کورنۍ لري. او دغه ټوله لاسته راوړنه پخپله د هغې مېرمنې وه. او دا یې یوازې یوه کیسه وه.
مرکچي: او دغه کورنۍ هم د براما کوماري له برکته وژغورل شوه؟
شیواني: له شک پرته! کومه پوهه چې موږ دلته زده کوو او په څومره اسانه دغه پوهه په عملي ډول تطبیق کولی شو او چې هر څوک يې کولی شي، خو یوازې باید دې چیلنج ته غاړه کېږدو، چې په ځان به کار کوو، او دا کار ډېره کمه هڅه غواړي.
مرکچي: آیا تا د ناکامۍ لږ احساس وکړ، چې کله يې مېړه له هېواده روان وو او دوی دواړه یو ځای نه شوو او مېرمنه یوازې پاتې شوه او ویې ویل، چې هر څه ښه دي او زه یوازې هم ښه اوسېدلی شم؟
شیواني: په دې ځای کې اصلاً د ناکامي خبره نه وه، په دې چې موږ هغه «حالت» ته نه کتل. موږ یوازې په خپل ذهني حالت پام کولی او کنټرول يې په لاس کې اخیستلی شو. حالات زموږ په کنټرول کې نه دي. موږ چې هرکله مذهب، روحانیت یا تصوف ته مخه کوو، فکر کوو، چې مذهب یا تصوف به زموږ مشکلات له منځه یوسي. نه، نه يې شي وړلی. مشکلات به بیا هم راځي، ننګونې به هم وي، خنډونه به هم راځي؛ خو روحانیت ما ته دا ځواک راکوي، چې د خپل ځان کنټرول په لاس کې واخلم او بیا له یوه حالت سره مخامخ شم. ان تر ننه پورې موږ له خدایه دعا غواړو، چې خدایه! دغه خنډ مې مخې ته دی، ته يې زما له مخې لرې کړه؛ پلانکی شخص بدل کړه، دنده مې بدله کړه، رئیس مې بدل کړه؛ نو وینو، چې موږ تل غواړو، چې زموږ مشکل او ربړه له منځه لاړه شي. موږ هېڅ کله هم له خدای سره د ځان لپاره اړیکه نه ټینګوو…
مرکچي: کله چې هغه مېرمنه له بام نه راښکته شوه، نو هغې څه وکړل؟ هغې خو هم خپله ستونزه حلوله، چې هر څه سم دي، مېړه مې سم دی.
شیواني: نااا، هغې خپل فکر بدلاوه.
مرکچي: خو په خپل تصور کې یې خپل حالت بدلاوه!
شیواني: نه، تصور کې يې هم کوم څه نه کول. تر ټولو ړومبی باید زما په ذهن او زما په درون کې هر څه سم وي. زما ذهن مهم دی، زه پخپله باید ښه اوسم.
مرکچي: خو تا هغې ته څه ډول تصور ورکړ؟ تا ورته وویل، چې فکر وکړه، چې هر څه سم دي، ستا مېړه سم دی، هر څه ښه دي، هېڅ ستونزه نشته.
شیواني: دا خبره ولې مهمه وه؟ که زما شریک یا ماشوم په یوه رابطه کې منحرف شوی وي. مثلاً په همدې مثال کې او یا ګڼ نور ځوانان چې له روابطو څخه ځان لرې کوي. یا د لوی عمر مور او پلار چې زامن یې ودونه کوي او نور له مور او پلار څخه واټن نیسي، موږ هغوی ته څه ډول انرژي ور لېږو؟
مرکچي: د غوسې، خفګان، درد او…
شیواني: بالکل! نو یو څوک تر مخه لا له موږ څخه د لرې کېدو په حال کې دی او له اړیکې څخه په شا روان دی او په همدې وخت کې موږ هغه شخص ته څه ډول انرژي ور لېږو؟ منفي انرژي! په دې ډول هغه شخص لا زیات له موږ نه لرې کېږي او تر منځ مو خلا لا زیاته پراخېږي. خو که ته غواړې، چې هغه شخص بېرته ستا مخکینۍ اړیکې ته راستون شي، نو باید خورا مثبته او ځواکمنه انرژي ور ولېږدوې. د دې لپاره به لومړی دا منې، چې هغه شخص په بشپړ ډول روغ او سم دی. بله دا چې د هغه شخص له لیدلوري، هغه که مېړه وي، مېرمنه، ماشوم یا مور او پلار، هغوی ټول د خپلو کړنو لپاره دلیل او منطق لري. د هغوی کړنې او برخورد ممکن موږ ته ناسم واېسي، خو هغوی ورته دلایل لري. ما له بیخي ډېرو جوړو، او والدینو او اولادونو سره کتلي. په مشاوره کې موږ لومړی له یوه لوري سره خبرې کوو، بیا بل لوری را غواړو، له هغه سره خبرې کوو. په دې منځ کې به هېڅ کله ونه شې کړای، چې دا پرېکړه وکړې، چې په دواړو کې څوک په حق دی او څوک غلط دی. په دې چې په دواړو کې یو هم غلط نه وي. یوه ته چې غوږ ونیسې، ته به ووایې، چې سمه ده، دغه سړی بیخي په حق دی او هېڅ ستونزه نه لري؛ خو ورپسې چې بل لوری راشي، نو وبه وینې، چې هغه هم په بشپړ ډول په حق دی او هره خبره يې سمه ښکاري. خبره دا ده، چې هر یو له خپل ځانګړي لیدلوري صحیح وي. په دې ځای کې زموږ دنده دا ده، چې دوی ته د یو بل لیدلوری ور وښیو. بس همدومره! او چې د یو بل لیدلوری وویني، دواړه لوري خود به خود پخپلو کې سره جوړ شي.
مرکچي: هههه!
شیواني: یوازې باید دوی ته د یو بل لیدلوری وښيې، چې دا ستا د مېړه لیدلوری دی او دا ستا د مېرمنې لیدلوری دی.
مرکچي: په دې دواړو کې څومره ډېر توپیر دی، چې یو څوک په زور دا خبره په ځان مني، چې زه ژمنه کوم، له مور او پلار سره ژمنه کوم، چې هېڅ کله به طلاق نه اخلم، خپل ټول ژوند به مې قربان کړم، دردونه او کړاوونه به وزغمم، خو اړیکه به نه پرې کوم؛ مګر یو بل لیدلوری د پوهې، د یو بل د درک کولو او شعور او اګاهي لیدلوری دی؟
شیواني: زه به يې یوه ساده بېلګه در کړم. یو ځل ښځه او مېړه راغلل. ښځه له تېرو درې میاشتو راهیسې د مېړه له کوره تللې وه، په دې چې مېړه به یې وهله او په کور کې يې فزیکي تاوتریخوالی او کورنی خشونت کاوه او دغه خشونت له تېرو لسو کلونو جریان درلوده. بلاخره، ښځې خپله لور ورسره واخیسته او د خپل پلار کره لاړه. خو څه موده وروسته يې بېرته یو بل سره ولیدل، چې وګوري، آیا د بېرته یو ځای کېدو کوم فرصت او امکان يې شته او که نه. ښځې چې دغه کیسه کوله، نو پرلپسې يې ژړل او له سترګو يې اوښکې روانې وې. ما ترې پوښتنه وکړه، چې ستا د مېړه ماشومتوب څنګه وو؟ هغې وویل، چې ډېر ښه نه وو، د مور او پلار یوازینی اولاد وو، مور او پلار يې دواړو دنده کوله، دی به کور کې یوازې وو، یوازیتوب يې ډېر لیدلی. ما ورته وویل، چې بس ټوله خبره همدا ده. ستا مېړه ډېر زیات یوازې پاتې شوی او دی په دې باور دی، چې ده ته مینه نه ده ورکول شوې او خلکو مینه نه ده ورسره کړې؛ خو د واده او ګډ ژوند په اړیکه کې ده ته یو داسې څوک په لاس ورغلي، چې دی يې «خپل» ګڼلی شي، یعنې خپل ملکیت يې ګڼلی شي، چې زما مېرمنه زما ده او دی داسې انګېري، چې په خپلې مېرمنې د خپل زور و ځواک د ښودو یوازینۍ لاره خشونت و تاوتریخوالی دی. خو په حقیقت کې دی له درونه ناخوندي او د ملکیت هوس ورسره دی او ډېر زیات په درد او کړاو کې دی. دغه خبرې مې چې ختمې کړې، نو اوس د ښځې په زړه کې د کرکې په ځای خواخوږي او همدردي پیدا شوه. ویې ویل، ښااا، زما مېړه په تکلیف کې دی، ما خو فکر کاوه، چې زه په تکلیف کې یم. دغه مسئله په همدې ځای پای ته ورسېده. اوس دغه مېرمنه بېرته له خپل مېړه سره ګډ ژوند تېروي او د یو بل تداوي کوي او د یو بل په ټپونو مرهم ور ږدي. داسې نه ده، چې دغه کړکېچ په یوه ورځ حل شو. مېړه يې ویل، چې زه قصدا دا کار نه کوم او ان چې ويې کړم، پرې پښېمانه یم. خو زه نه پوهېږم، چې په هغو شېبو کې په ما څه وشي. نو د مېړه دغه تکلیف يې تداوي او رغېدو ته اړتیا لري. دغه ټول ترخه واقعات او حالات له دې امله رامنځته کېږي، چې زموږ په درون او ذهن کې یو بندښت او خنډ واقع وي. پکار دا ده، چې موږ له خپل موقعیت نه ځان قطع کړو، خپل ځان د هغوی په ځای ونیسو او وګورو، چې هغوی ولې په دې ډول برخورد کوي؟ خو کېږي دا چې، کله مېړه له خپلې مېرمنې سره ناسم چلند کوي، نو مېرمنه يې خفه کېږي او وايي، چې له ماسره يې څنګه داسې وکړل؟ او په دې ډول ښځه په خپل درد کې ښکېلېږي او دا نه شي درک کولی، چې په مېړه يې څه تېرېږي او هغه ولې داسې کوي؟
مرکچي: خو که دواړه لوري، ښځه او مېړه، ناخوشګواره ماضي ولري او د دواړو ماشومتوب له کړاوونو او ربړو ډک وي بیا…
شیواني: نا! په دې پورتنۍ بېلګه کې مېرمنې ته هم وګوره. هغې په دوامداره ډول ژړا کوله. ما ورته بار، بار همدا ویل، چې اول ته ژړا بس کړه، خبرې وکړه. ویل يې، نه زما طبیعت همداسې دی. او بیا يې خپل مېړه ته ویل، چې لوظ راکړه، چې نور به هېڅ کله په ما لاس نه پورته کوې او یوازې په همدې شرط کور ته درسره ځم. مېړه يې ویل، چې زه به هڅه وکړم. خو مېرمنه ورته کلکه وه، چې نه، نه، قول را کړه، چې نور به مې نه وهې. نو ما يې ښځې ته وویل، چې ته دا قول را کوې، چې ته به نور نه ژاړې؟ ويې ویل، زه به «هڅه» وکړم! ههه؛ نو وینو، چې په اصل کې خلکو ته خبرې کول ډېر اسانه وي.
مرکچي: ههه! مېړه يې چې ویل، زه به هڅه وکړم، هغې ترې قول غوښته. خو کله چې تا له دې نه قول وغوښته، نو ويې ویل، چې زه به هڅه وکړم. ههه!
شیواني: هو، په دې چې موږ په خپلو عادتونو او نېچر باندې کنټرول نه لرو. خو له نورو خلکو نه ډېر په اسانه غوښتلی شو، چې په ځان کې بدلون راولي.
مرکچي: خو آیا خپل عادتونه بدلولی شو؟
شیواني: هو. بالکل يې بدلولی شو! لومړی باید دا درک کړو او وګورو چې د یوه عادت اسباب او علتونه څه شی دي او کوم شي دغه خلا را منځته کړې ده…
مرکچي: زه يې خپله په خپل ځان کې څنګه علتونه موندلی شم؟ آیا دغه علتونه به يې ته پیدا کوې؟
شیواني: نه، نه! هر څوک يې پخپله علتونه پیدا کولی شي؟
مرکچي: فرضوو، چې ماته غوسه ډېره ژر راځي، زه به څنګه پوهېږم، چې د دغه عادت وجه او علت څه شی ده؟ آیا خپل ماضي ته به سر ور ایسته کوم؟
شیواني: یقیناً! ته باید خپل ماضي ته سر ور ښکاره کړې. یو علت یې دا کېدلی شې، چې مثلاً ماشومتوب مو ګډوډ وو، مور او پلار مو د نیوکو او ګوتڅنډنو خوی درلوده، یا یې ځینې وختونه فزیکي خشونت کاوه، مثلاً وهل به يې راکول، چې نن ورځ یوه عامه خبره هم ده. والدین دې چې توند او وچ مزاجه وي، نو ماشوم مجبوره دی، چې خپل ځان ورته ثابت کړي. په دې حالت کې د دفاعي میکانیزم له مخې، د دې لپاره چې هېڅ کله هم کوم څوک په ما نیوکه ونه کړي، کومه خبره راته ونه کړي او هر څوک له ما ووېرېږي؛ په ما کې د غوسې، قهر او چیغو عادت پیدا کېږي. بیا د دې عملي نتیجه هم وینم، چې هېڅ څوک هم دومره زړه نه کوي، چې زما خواته راشي او کوم څه راته ووايي. نو څه مې چې غوښتل، په دې ډول مې ترلاسه کړل او دا هېڅ پروا نه کوي، چې نور خلک څنګه احساس کوي، یا پسې شا زما په اړه څه وايي؛ خو زما په وړاندې په هیچا کې دومره زړه نه وي، چې کوم څه راته ووايي. دا چې په ماشومتوب کې یو داسې څوک وو، چې ماته يې ډېرې زیاتې خبرې کولې او دې زما په ذهن دا اغېز ښندلی، چې اوس هیچا ته هم غوږ نه نیسم. په نتیجه کې یې تر ځان چاپېره د غوسې دېوال جوړوم. خو د دې دېوال تر شا یو بې ګناه ماشوم ناست دی! ډېر زیات معصوم!
مرکچي: ډېر زیات معصوم، البته له ځینو داسې تجربو تېر شوی، چې د ده تر زغم او حوصلې ډېر لوړ وو…
شیواني: نه یوازې دا! ماشوم په هغه وخت کې درد او تکلیف هم تجربه کړی او اوس نه غواړي، چې بیاځلې هماغه درد ور ورسېږي. ان که دغه ماشوم څلوېښت کلن، پنځوس کلن هم وي. ماشوم نه غواړي، چې بیاځلې له کړاوه تېر شي، نو ماشوم د چیغو او غوسې کلا ته پناه ور وړي او فکر کوي، چې که غوسه ناک او قهرجن اوسي، هېڅ څوک به څه نه ورته وايي او نور به هېڅ کله درد نه ویني. په دې اساس، د ماشوم غوسه یو دفاعي میکانیزم دی، تر څو بیاځلې ټپي او دردمن نه شي. خو که زه په خپل ځان کار وکړم او ځان سره ووایم، چې یو څوک هر څه راته ووايي، بیا به هم دردمن او خفه نه شم، مشکل حل کېږي؛ ځکه اوس به زه له درونه قوي شوی یم او نور دغه مصنوعي دفاعي میکانیزم ته اړتیا نه لرم او کولی شم، له هر چا سره په خپل طبیعي حالت کې خوږ، مینه ناک او مهربانه اوسم.
مرکچي: نو خپل منفي عادتونه هم د شعور او اګاهي په ترلاسي له منځه وړلی شو؟ ما د اګاهي او د اګاهي لپاره چې موږ کومه مراقبه خپلو لیدونکو سره شریکوو، د هغه په اړه فکر کاوه. آیا داسې نه ده، چې کله ته اګاه اوسې، نو یو ډول له حالاتو قطع او ناوابسته یې؟
شیواني: بالکل همداسې ده! په دې چې نور ته په خپل لیدلوري پورې وابسته نه یې. دغه د کورني تاوتریخوالي مثال ته بېرته راشه. زه دردمنه شوې یم، زما مېړه په ما لاس پورته کړی. نو زه وایم، چې «زما مېړه څنګه په ما لاس پورته کوي؟ زما درناوی او احترام چېرته دی؟» په دې ځای کې موږ په خپل لیدلوري پورې تړلي او وابسته یو. خو په کومه شېبه کې له خپل لیدلوري ځان قطع کړو او بیا د مقابل لوري نقطه نظر ووینو، زموږ حالت باثباته کېږي او کرکه مو په خواخوږي او مهرباني بدلېږي. فکر به دې شوی وي، چې موږ په خلکو د پوهېدو خبره ډېره کوو، چې زه خو هېڅ په تا نه پوهېږم او نه دې شم درک کولی. زه ولې په تا نه پوهېږم، ولې دې نه شم درک کولی؟ په دې چې زه په خپل لیدلوري پورې دومره وابسته شوی یم، چې ستا لیدلوری اصلاً لیدلی نه شم. زه یو حالت یوازې له خپله اړخه وینم او زما له اړخه یو حالت بیخي مختلف نوعیت لري. خو د دې لپاره چې ستا له اړخه وضیعت ولیدلی شم، باید له خپلې څوکۍ نه پورته شم، ستا په څوکۍ کېنم او بیا وضعیت وګورم. خو د دې لپاره لومړی باید له خپلې څوکۍ نه را پورته او اړیکه ورسره وشلوم. زه په خپل موقعیت او د سموالي او حقیقت په اړه په خپلو نظریاتو پورې دومره کلک نښتی یم، چې اصلاً له خپل موقعیت څخه پورته کېدلی نه شم. خو کله چې پورته شم او ستا له لیدلوري د وضعیت کتلو ته لېوالتیا وښیم، ستونزه پخپله هوارېږي؛ چې همدې ته همدلي وايي او همدا درک کول دي او همدا اړیکې او روابط بلل کېږي.
مرکچي: یوه بله پوښتنه دا ده، چې تېره ورځ تا ویل، چې کله یو انسان له درونه خالي وي، هله غوسه او قهر ورځي. په دې ځای کې له تشوالي یا خاليګاه نه ستا مراد څه وو؟
شیواني: خلا! نن ورځ په نړۍ کې ګڼ شمېر خلک شته، چې وايي، په ژوند کې هر څه لرم؛ له مسلکي پلوه جوړ یم، یوه خوندوره کورنۍ لرم، له مادي پلوه هر هغه څه لرم، چې د انسان په فکر کې ور ګرځېدلی شي، خو په درون کې یوه خلا او تشه احساسوم. ستا به هېڅ سر نه خلاصېږي، چې د دوی هدف څه دی؟ او هغوی هم په ښکاره الفاظو خپله خبره نه شي کولی.
مرکچي: د کوم څه لټون دی؟ یا عاطفي تشفي؟ یا استقلال یا خپلواکي؟
شیواني: اصلاً خبره دا ده، چې موږ دا ټول کارونه د «خوشالي» او رضایت لپاره کول. خو په څلوېښت یا پنځوس کلنۍ کې دا احساس راسره پیدا کېږي، چې زه هر څه لرم، خو لا هم سټریس، غوسه، اضطراب او تشویش تجربه کوم. نو زما تشه یا خالیګاه له دې امله ده، چې ما چې کوم څه غوښتل، سره له دې چې هغه ټول شیان مې لاسته راوړل چې ما فکر کړی وو ماته به رضایت او خوښي را وبښي، خو په حقیقت کې مې رضایت او خوښي ترلاسه نه کړل. په دې صورت کې زه وایم، چې زه په درون کې یوه تشه احساسوم. اصلي وجه يې دا وي، چې د دغو لاسته راوړنو یا بریالیتوب په جریان کې موږ په ګڼو ارزښتناکو شیانو جوړ جاړی کړی وي او دغه جوړ جاړی موږ ته د خلا یا تشې احساس راکوي.
مرکچي: جوړجاړی؟ په څه شي؟
شیواني: په دې چې ارامتیا زما فطرت دی، خو زه بار، بار غوسه کېږم. رښتینولي زما فطرت دی، خو په دې مې هم څو، څو ځله جوړجاړی کړی چې خپلې بریا ته ورسېږم. عاجزي زما فطرت ده، خو څو، څو ځله مې ایګو ښودلې او ډېری کارونه مې د انانیت له احساس سره ترسره کړي چې خپل بری پرې ترلاسه کړم.
مرکچي: نو دغه ټول تاته د ګناه احساس درکوي؟
شیواني: نه، ما چې کله دغه کارونه کول، اصلاً د خپل طبیعت او فطرت په ضد روان وم.
مرکچي: له همدې امله یو بد احساس لرې، د خفګان او جرم احساس کوې؟
شیواني: نه! بد احساس خو به اوسمهال کوم، خو د دغه ټول سفر په جریان کې هم د خلا احساس راسره وي! بېرته به خپل پخواني مثال ته راشو. زموږ د ذهن ګیلاس ډک دی او زه د خپل بریا په سفر راوتلی یم. خو د سفر په جریان کې مې باید دې ته توجه وي، چې ګیلاس چپه نه شي. خو زه د ټول سفر په اوږدو کې ګیلاس چپه کوم او لس کاله وروسته خپل بري ته رسېږم؛ خو کله چې دې ځای ته رسېږم، ګیلاس به مې تش شوی وي. او دا هغه وخت دی، چې بیا به وایم، چې له درونه خالي یم. په دې چې غوسه، خفګان او ځینې وختونه مې د غچ او انتقام جذبات پنځولي او د خپلې کامیابۍ د ترلاسي لپاره مې هر ممکنه کار ته لاس اچولی دی. ګورئ، دا په دې معنا نه ده، چې بریالیتوب غلط شی دی یا لاسته راوړنې لرل غلط کار دی، بلکې کله چې د بریالیتوب او لاسته راوړنو په خوا ور روان یو، توجه مو باید خپل ګیلاس ته وي.
مرکچي: خو دغه شخص د سفر تر پیل له مخه لا تش وو؟
شیواني: نه، یوه ماشوم ته وګوره، چې څومره خوښ او خوشاله وي. د یوه ماشوم تر ټولو جاذبه ځانګړنه همدا ده، چې خوشاله وي. دا موږ یو، چې ماشوم ته دا هر څه ور زده کوو: د دې لپاره چې خوشاله شې، باید ډېرې نمرې واخلې؛ د پلانکي شي لپاره باید پلانکی کار وکړې؛ موږ ماشوم ته دا هر څه موږ ور زده کوو، چې د اول نمره ګي لپاره باید په ځان فشار راولې، باید له ټولګیوالو سره رقابت وکړې. ماشوم چې ویده وي، ته ورته وګوره. څومره سکون، ارامتیا او ډاډ پکې لیدل کېږي. په بشپړ ډول خوښ او خوشاله وي، ځکه چې ګیلاس يې ډک وي.
مرکچي: آیا داسې مراقبه راته ښودلی شې، چې د ماشوم غوندې ارامه خوب وکولی شو؟
شیواني: ارامه کېنو او خپل ځان د یوه ښه خوب لپاره اماده کوو:
«په خپله ټوله ورځ نظر را تېروم. هر څه چې تېر شوي، نور تېر دي. ټکی ورته ایښودل شوی. که هر څومره سخت وو، که هر څومره ننګوونکي وو، خو نور پای ته رسېدلي. اوس یوه نوې شېبه ده او یو نوی غبرګون او نوی احساس د ځان او صحنې د کنټرول وړتیا رابښي. زه یوه سپېڅلې او پاکه انرژي یم. زه له مخه لا کامل، ښکلی، راضي او بریالی یم. هر هغه څه چې ما دباندې لټول، له مخه لا زما په درون کې موجود دي. زما د ژوند هدف دا نه دی، چې دا هر څه له بیرون نه ترلاسه کړم، بلکې د خپلو موخو په لور د سفر په اوږدو کې باید د خپلې سپېڅلتیا، ارامتیا او خوشالي اظهار وکړم. زه چې یو بشپړ، سوچه او باوجدانه موجود یم، د ځان او د ټولو حسي غړو واکمن او بادار یم؛ هر څه زما په کنټرول کې دي. اوم شانتي!»
مرکچي: آیا له مراقبې مو خوند واخیسته؟ په دې هیله چې خوند مو ترې اخیستی وي. تر خوب له مخه يې ارومرو امتحان کړئ. اوم شانتي!
پای