شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنسبتاً شدیدې زلزلې کندوز ولړزاوه

نسبتاً شدیدې زلزلې کندوز ولړزاوه

تاند (جمعه، د عقرب ۵ مه) یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب پنځه درجې و، د افغانستان په وخت نن شپه ۹ بجې او ۱۲ دقیقې کندوز ولایت ولړزاوه.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د لومړنیو معلوماتو پر اساس ویلي چې د دې زلزلې مرکز کندوز ولایت ته نژدې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې و.

هغه زلزلې چې مرکز یې تر مځکې ډېر لاندې نه وي، ټکانونه یې پر مځکه زیات احساسیږي ځکه چې د مځکې برسېرنې برخې ته نژدې وي. تر مځکې لس کیلومتره لاندې معنا دا ده چې د زلزلې مرکز ډېر ژور نه دی.

تراوسه پورې د دې زلزلې په نتیجه کې د سرومال د احتمالي تاوان په اړه کوم راپور نه دی ورکړای شوی.

له دې یوه اوونۍ وړاندې په بغلان کې زلزله شوې وه.

د کندوز د نننۍ زلزلې کمزوري ټکانونه په بغلان کې هم احساس شوي دي. ګومان کېږي چې د دې زلزلې مرکز به د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې و.

دا زلزله وروسته له دې کېږي چې په وروستیو څو اوونیو کې په هرات کې پر له پسې زلزلو شاوخوا ۱۳۰۰ تنه مړه، سلګونه نور ژوبل او سلګونه کورونه ونړول.

له ښه مرغه په وروستیو څو ورځو کې په هرات کې زلزلې درېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب