جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان د تورخم له لارې ۷۷ اسناد لرونکي افغان کډوال وایستل

پاکستان د تورخم له لارې ۷۷ اسناد لرونکي افغان کډوال وایستل

تاند (جمعه، د عقرب ۵مه) ډان ورځپاڼې په تورخم کې د پاکستاني چارواکو په قول راپور ورکړ چې پرون (پنجشنبې) یې له دې لارې ۷۷ اسناد لرونکي افغانان افغانستان ته واستول.

پاکستان ظاهراً د روان اکتوبر تر پایه بې اسناده افغان کډوالو ته وخت ورکړی چې له خاورې یې ووځي خو عملاً یې له یوې میاشتې راهیسي په شدت د افغانانو نیونې پیل کړي دي.

د ډان ورځپاڼې پر اساس، د پنجاب پولیسو د دغه ایالت په بیلابیلو برخو کې دا افغانان له دې سره سره نیولي او په زوره افغانستان ته استولي چې حکومت ژمنه کړې چې اسناد لرونکي افغانان به نه نیسي.

سرچینو ویلي، د پنجاب پولیسو په دغه ایالت کې ټولټال ۹۳ تنه نیولي وو خو د هغو په منځ کې ۱۶ تنه یې وروسته له دې پرېښودل چې ثابته شوه د پاکستان اتباع دي.

ډان ورځپاڼه زیاتوي کله چې له چارواکو څخه وپوښتل شول چې ایا دغو افغانانو په جرمونو کې لاس درلود او یا ایا د محکمې د حکم پر اساس له پاکستانه وایستل شول، دوی وویل د هغوی خلاف هیڅ راز شکایت او تور نه و او قانوني اسناد یې هم لرل.

په همدې حال کې په پاکستان کې د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي چې ګڼ شمېر اسناد لرونکو افغان کډوالو د پولیسو له لوري د ځورول کېدو په باب شکایتونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب