سه شنبه, مې 14, 2024
Home+د هوږې له خوړولو وروسته مستې وخورئ

د هوږې له خوړولو وروسته مستې وخورئ

تاند – د هوږې یا سیر د ګټو په اړه به مو ډېر اورېدلي وي، که اومه وخوړل شي ګټه او اغېز یې لا ډیر دی خو د خولې له خورا بد بوۍ سره یې څه وکړو؟

ډېر خلک هوږه د همدې بد بوۍ به خاطر نه خوري. چا چې هوږه خوړلې وي ښايي د خپلې خولې بوۍ ډېر احساس نه کړي خو نور څو متره لېرې په تکلیفوي.

د دې لپاره چې د هوږې له بد بویه خلاص شئ، د هوږې له خوړولو وروسته یوه کاچوغه مستې وخورئ.

د امریکا په اوهایو پوهنتون کې په دې اړه تازه څېړنې شوي او په لړ کې یې هغه مواد تجزیه او تحلیل شوي چې په مستو کې شته؛ لکه اوبه، غوړ او پروتین. دا هغه مواد دي چې د اومو او پخو هوږو بوۍ شنډوي.

په دې څېړنه کې څرګندېږي چې مستې په اومو هوږو کې د بوۍ د تولیدوونکو موادو اثر ۹۹ سلنه کموي.

څېړونکي وايي چې په مستو کې هر یوه؛ اوبو، غوړو او پروتینو د هوږې د بوۍ له منځه وړونکی خاصیت درلود خو تر ټولو زیات اغېزمن یې پروتین او غوړ دي نو لا غوړې مستې د هوږې بوۍ لا ډیر له منځه وړي.

تر دې پخوا په څېړنو کې ویل شوي و چې شیدې د هوږې بوۍ له منځه وړلی شي. شیدې هم هغه مواد لري چې په مستو کې شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب