Homeخبرونهاروزګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ تنو ژوند بایللی

اروزګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ تنو ژوند بایللی

تاند ( دوشنبه د عقرب ۷مه) د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کي د ترافیکې پېښې له کبله ۸ تنه مړه شول.

د یاد ولایت د طالبانو د ترانسپورټ آمریت مسوولین وایي دا پېښه د ګیزاب ولسوالۍ پر لویه لار شوې ده او موټر سیند ته غورځیدلی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې یو تن ژوبل دی.

د یادې سیمې اوسېدونکي وایي د لاري د خرابوالي له کبله وخت ناوخته ورته پېښې رامنځته کیږي.

دوی وایي که دا لار جوړه نشي؛ د ژمي له رارسیدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزي نوري هم زیاتي شي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو شمیرل کېږي چې په لویو لارو کې د لارې د خرابوالي له امله د ترافیکي پېښو شمیر ډېر لوړ او مرګ ژوبله زیاته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...