پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeفلسفهآلهي توحید د فردي آزادیو ضمانت دی/مجید قرار

آلهي توحید د فردي آزادیو ضمانت دی/مجید قرار

فردي آزادي د نوي عصر د انسانان جدي او اساسي غوښتنه د ننۍ ډیموکراسۍ مور او د فکري نبوغ او غوړېدا یواځېنۍ لاره ده.

دغه راز د انساني او ټولنیز استبداد له امله د ذهنونونو او انساني قواوو اسارت او محکومیت هم سیاسي آفت او هم د پرمختګ په وړاندې تر ټولو لوی خنډ پېژندل شوی دی. تر څو چې استبداد وي، یو ملیون ذهنونه به د یوه ذهن تابع وي. د تابعوالي یوه معنا دا ده چې خپله اراده او خپله وړتیا به یې سلب او د بل ذهن په وړتیا او اراده به تکیه کوي. چېرته یو ذهن، او چېرته یو ملیون ذهنونه! څرګنده ده چې دلته موږ له یو ملیونو څخه یواځې یوه برخه فکر او ابتکار ته لاسرسی لرو او ملت په ذهني لحاظ فلج ګڼل کېږي.

د انسان او په کائناتو کې د بل هر کائن فطري خاصه دا ده چې د خپل وجود او استقلال ساتلو لپاره قوت ته اړتیا لري. هرڅه، هر څوک، هر شی، هر ژوی، هر ژوندی سری چې د زور تکیه ونه لري، د بل تر برید او تعرض لاندې راځي. دا د ځنګل قانون هم دی، او د ښار تجربه هم.

په ښار کې هم ټېکه دار په کور کې په صوفه، ګرمې بخارۍ، یخ ایرکنډېشن ته، شین چای او شنه ممیز پر مېز ورته ایښي ناست وي، تر ده لږ کمزوری، یعنې معاش خور انجنیر یې د جوړېدونکي ساختمان مخې ته د لمر عینکې په سترګو، کتابچه په لاس کې، ګرم نرم ګرځي، او تر هغه کمزوری، یعنې غریب کاریګر یې چې تر دوی دواړو کمزوری دی، د سیمټو درنده کاسه پر سر، په خطرناکه لرګینه زینه درېیم پوړ ته سیمټ خېژوي. په دومره زحمت سربېره هم ټېکه دار یو ملیون، انجنیر یو لک، او خوار کاریګر د میاشتې ایله لس زره افغانۍ ګټي.

د ټېکه دار د زور تکیه د هغه شرکت، قرارداد او غټه سرمایه ده. د انجنیر د زور تکیه د هغه پوهه، مهارت دی او د کاریګر د زور تکیه د هغه ډنګره نرۍ، وچه ملا او تور وچ اندامونه دي. دری واړه پر خپل قسمت او برخه راضي او قانع هم دي.

دا مې هسې یو مثال ورکړ چې څنګه زور حقانیت هم دی، ښایست هم دی، هوسایي هم ده، او انساني رضائیت او قناعت هم.

یو بل مثال به یې هم درکړم. که ته په یوه وزارت کې له وزیر سره تړلی یې، هغه ته راپور ورکوې، په معین، رئیس، مدیر او مامور به ری نه وهې او سرې سترګې آزاد به ګرځې. که په یوه هېواد کې له ولسمشر سره تړلی یې،
دغه رنګ به یې او که په نړۍ کې له یوه زبرځواک سره قرارداد ولرې په نړۍ کې به سرې سترګې ګرځې.

یعنې ستا د آزادۍ ځواک په لوړ قوت پورې ستا له تړاو، او پر لوی قوت ستا له تکیې څخه خړوبېږي، او د هماغه ځواک له قوت سره مستقیم تناسب لري. دغه ځواک که فرضي وي، که غیبي وي، او که عیني او واقعي وي، خو مهمه دا ده چې ته ایمان او باور پرې ولرې او د هغه ځواک له قوت څخه خپل فردي ځواکونه چارج کړې.

په هر مدنیت کې به دا رنګ یوه غیبي ځواک ته، چې له زوره یې ستا فردي قدرتونه خړوبېږي او چارج اخلي، خپله اصطلاح ولري، خو د اسماني دینونو په اړوندو مدنیتونو کې دې ارزښت او ځواک ته توحید وایي. په اسلامي فرهنګ کې توحید د انسان، بت، اسطورې، واکمن، پیر، ملا، راهب، پنډت، ټولنې، له معنوي او مادي بندګۍ څخه خلاصون او د دوی پر ځای تر دوی یوه ستر او غښتلي ځواک ته تسلیمي ته ویل کېږي. اسلام د توحید په کلمه پیلېږي، او د توحید د غوښتنو په بشپړتیا کمال ته رسېږي.

د تاریخ په دوران کې یواځې موحدو بنګانو انساني مستبد قوتونه ننګولي دي. که فرعون ننګېدلی، که نمرود ننګول شوی، که ابوجهل یا بل هر مستبد انساني ځواک ننګول شوی، د دې کار وړتیا یا له موحدینو سره ده، او یا بیا دغه کار هغه چا کړی چې کوم تر ټولو ستر ځمکیني زور، لکه ولسي رأیې او خوښې ته یې تکیه کړې ده.

په روانه پېړۍ کې چې په نړۍ کې له ملتپالنې سره جوخت ملتونو خپل ځانګړي ملي مذهبي هویتونه هم معرفي کړل، ترکیې د دین د اخلاقي تزکیې اړخ، یعنې تصوف ته لاس کړ، پنجابیانو له دین څخه د سیاسي استفادې او نورو د حقیرولو کار واخیست او د دین همدغه هویت یې د جهاد په نامه خپل کړ، ایرانیانو تشیع خپل مذهبي هویت کړ نو د توحید داعیه د سعودیانو په پچه وخته. دې هر یوه خپل ټېکه کړی ارزښت غلط معرفي کړ. پاکستان جهاد په فساد واړاوه، ترکیې تصوف په خرافاتیت تعبیر کړ، ایرانیانو له شیعیت څخه د سیاسي مداخلو وسیله جوړه کړه نو سعودیانو هم خپل شاهي انساني استبداد او استعباد په توحید تعبیر کړ. سعودیانو د قبر، زیارت، څلي او نورو په څېر بې روحه څلیو د غیرشعوري بندګۍ پر خلاف ریالونه او تېل مصرف کړل خو نړۍ ته یې د بشري انساني استبداد او توپیر تر ټولو ګنده او بدمرغه نمونه وړاندې کړه.

په سعودي کې فردي آزادي، چې د توحید د اصل حتمي پایله ده، سلب شوه. د بیان آزادي سلب شوه، د فکر آزادي له منځه لاړه، او نتیجه یې دا شوه چې د سعودي تعلیمي، تحصیلي او تحقیقاتي سیسټم په تېرو دوه پېړیو کې حتی یو
انساني نابغه، مفکر او هنرمند هم ونه زېږاوه. د سعودي تګلارې د انسانانو ترمنځ د عدم مساوات د اصل پر بنیاد وې چې د توحید له اصل سره اصلاْ او اساساً په ټکر کې دي.

تر دې بده لا دا چې سعودي روزلیو خوارجو توحید د توحید پر خلاف وکاراوو او د ډیموکراسۍ په نامه د فردي آزادیو تر ټولو لوی ملاتړی سیسټم یې خپله شرک او بندګي وګڼله.

که ډیموکراسي فردي آزادیو ته ویل کېږي، نو دا خو عیناً د توحید غوښتنه ده.
که ډیموکراسي د فردي او طبقاتي استبداد پر خلاف سیسټم وي، نو بیا خو ډیموکراسي د شرک پر خلاف، او د اسلام د توحید د اصل د بشپړولو سیسټم دی. ځکه چې هر استبدادي سیسټم فرعوني سیسټم دی، که هغه امارتي سیسټم

دی، چې خلک د خپلو ږیرو واک نه لري، او قمچین واکي وي، که هغه شاهي سیسټم دی، چې د جوماتونو امامانو ته خطبې دولت لیکي، که پوځي واکمني ده، چې پوځ د سرحدونو د دفاع پر ځای کوڅه ډب شي، او په کوڅو او لارو

خلک ازاروي. شرک یواځې د بت عبادت ته نه وایي، بلکې بدترین شرک بنده ته نامهار شوي صلاحیتونه قایلېدل، او د خپلې ارادې واګې بل چا ته ورکول دي.

دلته توحید د توحید خلاف کارېږي او انګېزه یې دیني نه، بلکې سیاسي ده. د سعودي او خلیج شاهان چې په ډیموکراسۍ کې د خپلو خانداني سلطنتونو دوام نه ویني، د خپلو اجیرو ملایانو او خپلو تمویل شویو دیني مؤسساتو په زور ډیموکراسي کفر ګڼي او له دې لارې خپل استبداد ته، د انسانانو د تسخیر او غلامولو له لارې دوام ورکوي.

دیموکراسي په سیاست کې د توحید د اصل د عملي کولو لپاره یو چوکاټ دی. لکه څنګه چې توحید د حضرت ربعي ابن عامر رضی الله عنه د قول مطابق د بنده، بت او غیرالله له بندګۍ څخه د خدای بندګۍ ته د خلکو د ایستلو په معنا ده، دغه راز ډیموکراسي هم انسان ته د ارادې هماغه حق بیرته ور ستنوي، د کوم پر اساس چې له انسان سره د مکافاتو او مجازاتو معامله کېږي. که اراده نه وي، بیا مکافات او مجازات، جنت او دوزخ څه معنی؟

انسان یواځې هغه وخت مکلف دی چې آزاد وي او یواځې هغه وخت خپله آزادي ساتلای شي چې موحد او له انساني او ټولنیز استبداد څخه آزاد وي، دا نه چې لمونځ د امربالمعروف له ډاره کوي، حلال او حرام د خدای د کتاب پر ځای د ملا او پیر په خوله پېژني، او د خپلو افکارو پر مخ د ټولنې له ډاره پرده را غوړوي او په مرګ یې محکوموي.

12 COMMENTS

  1. ڈیر شکلئ اوپه زڑه پوری لیکنه .
    قرار صیب په قلم دی برکت شه .
    ستاسی دملگرتیا له امله ماته هم دخپلی فردی ازادی چی غواڑم له چاسره ملگرتیا وکڑم سوک دوطن اووطنوالو دگٹو اصلی بچیان دی
    سوک کولئ شی دگران هیواد شکلی اواصلی چیره نڑیوالو ته داسلام مبارک دین اوافغانی کلتور په اڑوند ریشتنئ افغانی انظور ٹولنی ته وڑوندی کولئ شی .
    ماته هم بعضی له بعضو دتحدید لپاره مٹی بڈ وهلی .
    په هر صورت لیکنه دی ڈیره شایسته اودایو حقیت دئ .

  2. قرار صیب که دی منظور دغرب له وارداتی دیموکراسی وی نو هغه خو سوچه کفر ده اوپه کفر کی یی بیشماره دلایل موجود دی لکه د تشریع حق د خدای په ځای د خلکو اکثریت ته ورکول ددین او سیاست جدایی د عقیدی او نظر بی بندوباره آزادی همداشان په هره ممکنه ناروا وسیلی د خلکو د اکثریت غولول اوځان قدرت ته رسول د هری عقیدی خاوند انسان ته په انتخاباتو کی ددریدلو اجازه او دهری عقیدی خاوند کسانو ته د رایی اجازه همدا شان د اخلاقی فساد ترویج په وجه دبی بندوباره آزادی او بالاخره دغربی دیموکراسی د اقتصادی نظام ټکروالی د اسلام له اقتصادی نظام سره زه خو په دی عقیده یم چی ددیموکراسی کلمه په غرب کی ایجاد شوی کلمه ده چی دهغی لپاره هغوی یو سلسله خاص اصول او مقررات وضع کړی چی که هغه په یو نظام کی چی د دیموکراسی ادعا لری مراعت نشی هغوی یی دیموکراسی نه بولی نو اوس قضاوت ستا په لاس کی هیله ده چی خپه نشی

  3. دموکراسی یعنی اقلیت او اکثریت، بس نو ۵۰+۱ ، مثال که چیری ۵۱ شرابیان، پوډریان، فاسقان……….او ۵۰ اهل تحقیق علما، شیخ الحدیثان اوصالح خلک، نو که دا شرابیان، پودریان ، فاسقان او بد اخلاقه ۵۰+۱ راغلل، نو دا نور ۵۰ علما، او صالح به د دا نورو متبع وی. دا د ډموکراسی اصلی جوهر دی. که بل څه وی ستاسی وویاست، او زه کولی شم ژوندی مثالونه درګړم. مننه

  4. ګرانه حمید وروره، ډیموکراسي انسان ته د تقنین حق ورکوي، د تشریع نه ورکوي. تشریع او تقنین توپیر لري، په دې اړه زما بله لیکنه دلته ولوله:
    http://www.taand.com/main/archives/13308

    په همدې تړاو د لا روښانتیا لپاره زما بله لیکنه په دې بل لینک ولولئ:

    http://www.taand.com/main/archives/2868

    ګران انصار وروره،
    که پنځوس حرامیان شي او دا یو سم شي، دا خو ستا فرضیه ده. زما فرضیه بیا دا ده چې که پنځوس سم وي او دا یو حرامي، جاسوس، ظالم، مستبد وي، هلته به بیا څه کوې؟؟ همدا اوس ستا د ټولنې وضعیت همداسې دی. بد خلک مو کم، خو چیرسترګي، مستبد، چالاکه او د پردیو تر ملاتړ لاندې دي، یا د ټوپک په شپېلۍ پر خلکو مسلط دي.
    بله خبره دا ده چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وایي چې زما د امت اجماع په شر باندې نه راځي. په دې اساس، د مسلمانانو له عوامو وېره نه ده په کار، له خواصو یې وېره په کار ده. وروستۍ خبره دا چې که ټولنه خپله د ځان لپاره شر غوره کړي نو دا بهتره ده چې د خپل غلط انتخاب جزاء وګوري. همدا د مکافات او مجازات الهي اصل هم دی. دا سم تصور نه دی چې یو څو خلک دې شپانه وي او ټولنه دې رمه وي.

  5. قرار صیب ډیره مننه چی زما ځواب دی راکړ خو که چیری دیموکراسی تنها د تقنین حق و انسان ته ورکوی نو په غرب کی خلک ولی ناری وهی چی شریعت قانون نده او هغو ی د هر شی لپاره خپل و ضعی قوانین لری اوبل داچی تقنین خو هم د عادی مسلمانانو کار نده بلکه د مفتیانو او مجتهدینو کار ده هغه هم په هغه مسله کی چی په هغی باره کی په قرآن او حدیث کی صریح نص نه وی او حکم هم باید د قرآن او حدیث ضد نه وی ولی په پارلمان کی خو دهری کچی خلک موجود دی آیا هغوی د تقنین حق لری اوبل تا د اجماع خبره کړی نو اجماع خو ځانته ډولونه او مراتب لری چی د علماو په کی اختلاف ده خو زمونږ په مذهب کی (حنفی) تنها اجماع د امت دمجتهدینو او اجماع د صحابه و د اعتبار وړ ده دا به کوم سلیم عقل ومنی چی دناپوه اوپوه کسانو اجماع ته په یوه نظر وکتلی شی نو بیا هغه آیت چی وایی هل یستوی الذین یعلمون والذین لایعلمون څه معنی ورکوی او بل داچی افتا او اجتهاد هم ځانته شرایط لری هر سړی مفتی او مجتهد نشی کیدای حتی په صحابه و کی هم ټول صحابه مفتیان او مجتهدین نه و

  6. حمید وروره، اول خو دې زما د دوهم لینک لیکنه نه ده لوستې. که دې هغه لوستې وای، یوه برخه پوښتنه دې ځوابېده.

    دوهمه دا چې ډیموکراسي د قانون د جوړولو میکانیزم نه ده، د قانون د پاس کولو یا نافذېدلو ته د چمتو کولو او تصویب میکانیزم ده. دلته څو خبرې دي:

    ۱) قانون هیڅ وخت پارلمان نه جوړوي. قانون د تقنین متخصصین جوړوي. په اسلامي نړۍ کې باید داسې څوک وي چې شریعت یې لوستی وي. بیا یې عدلیه وزارت دقیقه حقوقي او مسلکي کتنه کوي، بیا یې وروسته پارلمان ته ځي، هلته تصویبېږي. نو پارلمان قانون نه جوړوي او نه قانون جوړولو د هر چا کار دی. قانون جوړول ډېر لوړ تخصص غواړي. په هر ځای کې چې کوم قانون وي د هغه نافذېدل لومړی د خلکو لخوا وي، نو خلک باید د پارلمان له لارې دا ومني چې دا قانون به دوی نافذوي. دې پروسې ته د قوانینو تصویب وایي. تر دې وروسته یې بیا امیر یا ولسمشر توشیح کوي.

    ۲) شریعت یواځې دیني دی. قوانین یواځې دیني نه وي. اکثره قوانین له دین سره هیڅ تړاو نه لري. فرضا، ترافیک به څنګه تنظیمېږي. کوم موټر به له ښۍ خوا، کوم له چپې خوا راځي. کومه شمېره نمبر پلېټونه به د عوامو وي، کومه به د چارواکو وي، کومه شمېره به د امنیتي ځواکونو وي، کومه به د سفارتونو وي. کوم ماډل موټر به چلېږي، تر څه ډول ټکر وروسته به موټر له چلښته وځي؟ یا فرضا د سایبر قوانین دي، د سافټویر د مالکیت حقوق، د هېکرانو سزا، د هېکینګ قوانین، د برېښنایيز خوندیتوب قانون…. یا نوي بین الدولي مالیات، د هغوی مقدار، په مڼو څومره ټیکس، په پاپړو څومره ګمرکي ټیکس، له دې خبرو سره د دین هیڅ کار نشته. اکثریت قوانین دغه مواد لري چې باید متخصصین یې تصویب او پارلمانونه بحث پرې وکړي.

    ۳) تا چې کوم بحث وکړ، هغه د ظرف بحث نه دی، د مظروف بحث دی. غربیان که شریعت د قانون د سرچینې په توګه نه مني، دا ډیموکراسۍ ستونزه نه ده. زموږ تاسې په ډیموکراسۍ کې بیا شریعت د تقنین سرچینه ده. البته شریعت خپله قانون نه دی. په دې اړه زما بشپړه لیکنه ولوله.

    ۴) قرآن کریم د مسلمانانو په اړه وایي چې و أمرهم شوری بینهم… له همدې ځایه اولوالأمر اصطلاح اخیستل شوې ده. یعنې امر هغه څه دی چې د شورا په نتیجه کې منځ ته راځي او د امر نافذوونکی یا صاحب الأمر به امیر وي. نو له دې معلومېږي چې د مسلمانانو د تصمیم نیونې مرجع شورا یا پارلمان ده. امیر باید پارلمان ته ځواب ووایي.

  7. خدرخیل وروره، په دې کې شک نشته چې ډېر شیان اسلامي دي، خو په مسلمانانو کې نشته، په کفارو کې شته. مثلا، د قانون په وړاندې مساوات د نن ورځې په مسلمانانو کې نشته، په کفارو کې شته، خو دا یو اسلامي اصل دی. دې ته ورته ډېر اخلاقیات شته چې موږ له بده مرغه له لاسه ورکړي او کفارو خپل کړي دي.

  8. ډیره زیاته مننه قرار صیب زما منظور د قوانینو دینی او شرعی اړخ ده چی د دینی علماو له خوا باید تصویب شی او حکومت باید نافذ کړی نه تخنیکی اړخ پارلمان ته یی په اکثریت د آرا د تصویبولو حق نشته ځکه ما مخکی وویلی چی په پارلمان کی هر رقم خلک وجود لری ټول یی عالم دین نه دی نور سمه ده او بل داچی مشوره هم باید له یو سم سړی سره وشی زمونږ په پارلمان کی خو تاته بهتره معلومه ده چی څه رقم خلک دی چی اکثره یی شاید ستا هم ښه ونه ایسی نور نو مننه صحیح شوه

  9. هو قرار صیب یوه خبره می هیره شوه چی دا کوم اقتباس چی ته له دیموکراسی وړاندی کوی غر بیان دیته دیموکراسی نه وایی ځکه د نړی په هر گوښه کی چی کوم اسلامی هیواد د اسلامی قوانینو د نافذولو آواز پورته کړی نو دوی یی په وړاندی مخالفت ښودلی مانع یی ګرځیدلی او دایی له نړیوالو قوانینو او میثاقونو سرغړونه ګڼلی اوبل داچی په اسلام کی د ښځی قیادت صحیح نده ولی په دیموکراسی کی پروا نکوی الله پاک په قرآن کی فرمایی الرجال قوامون علی النسا نور نو مننه بحث نور نه اوږدم که څه غلطی شوی وی معافی غواړم

  10. قرار
    داروين واېې : هغه لوى کمال چې د تحول او تکامل په لاره کې يوازې د انسان په برخه رسيدلي او نور ژوى ترې نه محروم يا بې برخې دي.دا نسان قلبي عواطف دي چې په رحم،مروت،کرم ،شجاعت، نوع پرستي ترينه تعبير کيږي که انسان غوړي چې له حيوانيت نه لريې وي بايد دغه عواطف ښه وروزياسيا ست او پيکه تش په نوم ديمو کراسي چې ځينې خلک ېې هسې په نوم باندې تير وتلي او تر ډيره حده يوه دروغجنه معا مله دهپيسې هم نه لري چې حاتم طاېې شي او وږي ماړه کړي.
    خو د الهي توحيد نه معمولي دروغجن سياست دى او نه تش په نوم دغه پيکه او بې ريښو ديموکراسي چې په يوه هېواد کې هم نه شنه کيږي او عمر ېې هم له يو ځو کلو نه اوړي.
    تا په خپله ليکنه کې ډير فيلسوفانه او عالمانه تکل کړي خو ته پوهيږي چې علمي ليکنه او په تيره بيا اسلامي فرهنګ بشپړ ماخذ، فرضيه، ثبوت او استدلال غواړي چې په شرع برابر، په قياس متناسب او په علمي معيارونو کې بې انصافه نه وي.مجهول برخې ونه لري او د خپلې پريکړي احساس هم پکې نه وي.
    نو داسې ښکاري چې تا د فکر پالونکي او فکر لرونکي ترمنځ توپير نه دي کړي.
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب