تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۰ مه) په کابل کې د طالبانو حاکم رژيم د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي دراني د وروستیو څرګندونو یوې برخې ته غبرګون ښودلی.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي، د دراني هغه خبره رد کړې، چې ګواکې دوی د پاکستان په غوښتنه، د ډیورنډ کرښې له نیږدې سیمو پاکستاني طالبان نورو سیمو ته لېږدولي.
کریمي ویلي، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې حضور نه لري او دوی هم چېرته نه دي لېږدولي.
مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې د پاکستان د اندیښنو د لرې کیدو لپاره د ډیورنډ کرښې له نیږدې سیمو څخه د وزیرستان کډوال نورو سیمو ته لېږدوي.
د مجاهد په خبره، پاکستان د دغو کډوالو په لیکو کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت اندیښنه لرله.
د پاکستان ځانګړي استازي په تازه څرګندونو کې یې ویلي، چې طالبانو نورو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د لېږد بهیر پیل کړی، چې دوی یې د پيل هرکلی کوي او د ښو پایلو هیله ورڅخه لري.
نوموړي همدا شان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د پاکستان او امریکا د مدعي هوایي بریدونو ننګه هم کړې او ویلي، چې دا بریدونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخې کیږي.
طالبانو د پاکستاني استازي دغو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.
روسي ورځپاڼه: په افغانستان کې داعش ډله له پاکستان څخه سرچينه اخلي
https://taand.net/?p=214958
د دفاع وزارت پخوانی مرستيال: اوس خو ملي امنیت او امریکا نشته، داعش څوک حمايه کوي؟
https://taand.net/?p=214593
وزيرستان کې د داعش تبلیغات؛ ملتپالې ډلې د پاکستان پوځ د دې پرژوې په پلانولو تورنوي
https://taand.net/?p=211206
صالح: خراسان داعش پاکستاني پروژه ده، افغانستان کې امریکايي بمبار ته موقع برابروي
https://taand.net/?p=204296
امریکا: په افغانستان کې د داعش مشر د امرالله صالح پخوانی ګارد دی
https://taand.net/?p=199606
صالح: داعشیانو ته هم پاکستان خوندي پټنځايونه ورکړي
https://taand.net/?p=199592
امریکايي بنسټ: افغانستان کې ۴ زره داعشيان فعال او د بې ثباتۍ اصلي سرچینه پاکستان ده
https://taand.net/?p=217794
ګلاب منګل: د داعش خراسان څانګه پاکستان جوړه کړې
https://taand.net/?p=221576
امریکایي عسکر: ۲۰۲۱ کې امر شوی و، چې د داعش پر مشکوک ځانمرګي برید ونه کړو
https://taand.net/?p=222054
مجاهد: امريکايي چارواکي داعش ته کمپاين کوي
https://taand.net/?p=222762
که پورتنیو مأخذونو د تاند صفحی ته ځیر شو نو داسې ښکاري چې داعش د امریکا پروژه ده او تطبیق لپاره یي بیا له پاکستان سره نوي قرارداد کړی داچې نړیوال د پاکستان په وړاندي ګام نه پورته کوي لدې ښکاری چې نړیوال هم پدې پروژه کې شریک دي