سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکايي بنسټ: افغانستان کې ۴ زره داعشيان فعال او د بې ثباتۍ...

امریکايي بنسټ: افغانستان کې ۴ زره داعشيان فعال او د بې ثباتۍ اصلي سرچینه پاکستان ده

تاند:(سې شنبه، د قوس پینځلسمه) د امریکا متحده ایالاتو د کنګرې اړوندې یوې څېړنيزې ادارې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه په تازه څېړنه کې په ضمني توګه پاکستان له دغې ډلې څخه په ملاتړ تورن کړی.

یادې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې سمدستي شاوخوا څلور زره داعش وسله وال فعال دي او پاکستان د افغانستان د تر ټولو مهم ګاونډي په توګه د دغه هېواد په بې ثباتۍ کې تر ټولو مهم رول لوبوي.

 دا په داسې حال کې ده، چې شنونکي په کابل کې د پاکستان پر سفارت د تېرې جمعې ورځې د برید تر شا د داعش ډلې مسوولیت منلو ته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام چارواکو د داعش ډلې په نوم فعاليتونو کې د پاکستان د لاس لرلو ادعا کوله، خو اوسني واکمن طالبان چې هغه مهال د داعش ډلې خلاف هم په جګړو بوخت وو، خپله جمهوري نظام ېې د پردې تر شا د داعش ډلې په ملاتړ تورناوه.

د جمهوري نظام د ملي امنیت يوه وروستي سلاکار حنیف اتمر، چې په مشخص ډول د مخالفانو له لوري یې د داعش ډلې په ملاتړ تورن شوی و، څه موده مخکې په یوه مرکه کې خپلو منتقدانو څخه وپوښتل، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته ولې داعش فعال دی او اوس ېې څوک تمویلوي ؟

طالبانو په دې اړه، چې پاکستان له داعش ډلې ملاتړ کوي کنه، په مشخص ډول څه نه وايي، خو ويل کيږي چې د پاکستان له نفوذ څخه ليرې يو شمېر چارواکي یې د ځان په اړه د پاکستان پر نیت شک لري او په اړیکو کې ډېر دقت ورسره غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی