Homeخبرونهد جلال اباد صرافۍ مارکېټ کې چاودنې ۶ تنه ټپيان کړل

د جلال اباد صرافۍ مارکېټ کې چاودنې ۶ تنه ټپيان کړل

تاند:(سې شنبه، د قوس پینځلسمه) د جلال اباد ښار د تالاشۍ چوک صرافۍ مارکيټ کې نن ماسپښين دوه بجې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وايي، چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

سرچينه زياتوي:«امنيتي مسئولينو د پېښې څرنګوالي او مجرمينو نيولو په موخه هڅې پيل کړي دي.»

چارواکو د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د پېښې یو شمېر عیني شاهدانو تاند سره خبرو کې د ټپيانو شمېر ډېر وښود او د تلفاتو احتمال ېې هم څرګند کړ.

د پېښې هدف تر اوسه نه دی معلوم او مسووليت ېې هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...