سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
HomeخبرونهTTP له افغانستان څخه د افغانستان څخه د پاکستان خلاف د فعاليتونو...

TTP له افغانستان څخه د افغانستان څخه د پاکستان خلاف د فعاليتونو ادعاوې رد کړې

تاند:(سې شنبه، د قوس پینځلسمه) د پاکستان د طالبانو تحریک TTP مشر نور ولي محسود د پاکستان د حکومت هغه پرله پسې ادعاوې بې بنسټه ګڼلي، چې ګواکې دغه تحريک د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان خلاف فعالیت کوي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې وویل، چې د دوی فعالیتونه د پاکستان دننه د ياد شوي هېواد د امنیتي ادارو خلاف تر سره کیږي.

هغه په ورته وخت کې هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې له پاکستان سره د مذاکراتو لپاره تر فشار لاندې راوستي وو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، افغان طالبانو د سولې مذاکراتو ته هڅولي وو، خو د مذاکراتو له ناکامیدو وروسته د دوی او افغان طالبانو اړیکې نه دي خرابې شوي.

د پاکستان د تحريک طالبان مشر همدا رنګه زياتوي، چې دوی به پاکستان ته هیڅکله تسلیم نه شي، بلکې د شرعي نظام د حاکمیدو لپاره به خپله مبارزه روانه ساتي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په وروستيو کې د طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ د اوربند د پای ته رسېدو اعلان شوی او د یو بل خلاف بریدونه کوي.

پاکستان افغانستان يادې ډلې ته په پناه ورکولو تورنوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې دا تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب