سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهجاپان افغانستان ته څه باندې ۱۰۰ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه

جاپان افغانستان ته څه باندې ۱۰۰ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه

تاند:(سې شنبه، د قوس پینځلسمه) په کابل کې د جاپان سفارت له افغانستان سره د څه د پاسه ۱۰۰ ميليونه ډالرو د مرستې خبر ورکړی دی.

ياد شوي سفارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: (خوښ یو چې اعلان کوو جاپان د افغانستان سره د ۱۰۶.۷ میلیون ډالرو مرستې پرېکړه کړې ده، ترڅو د بشردوستانه پروژو د پلی کولو او د لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو امکان برابر کړی. موږ د زړه له کومی هیله لرو چې دا پروژې به د افغانانو د خوشحالۍ په راوستلو کې مرسته وکړي.)

سرچينې زياته کړې، چې دا پروژې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او غیردولتي موسسو لخوا د ژوند د ښه کولو په موخه پلي کېږي.

 د جاپان سفارت همدارنګه ويلي، چې د ۱۰۶.۷ میلیون ډالرو مرستې سره به د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره د جاپان مرستی په مجموعي توګه ۳۳۵ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

د طالبانو ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ېې د جاپان د سفارت له قوله دا خبر خپور کړی.

جاپان د طالبانو ادارې سره ښې اړيکې لري او په بشري برخه کې افغانستان سره مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب