Homeخبرونهد بشري حقونو د څار سازمان په سپورتي سیالیو کې د افغانستان...

د بشري حقونو د څار سازمان په سپورتي سیالیو کې د افغانستان د ګډون د مخنیوي غوښتنه وکړه

تاند(سې شنبه، د قوس ۱۵ مه) د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان دې تر هغو پورې په سپورتي سیالیو کې له ګډونه منع کړي چې طالبانو ښځو او نجونو ته د سپورت اجازه نه وي ورکړې.

د بشري حقونو د څار سازمان دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت سپورتي ځایونو ته د ښځو پر تګ بندیز ولګاوه.

د بشري حقونو د څار سازمان همداراز وویل چې د المپیک نړیواله کمېټه باید په دې اړه پرېکړه د خپل اجراییه بورد په راتلونکې غونډه کې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د المپیک نړیواله کمېټه نن (سې شنبه) د سویس په لوزان کې غونډه وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبانو د تېر کال په اګست کې له واک ته رسیدو وروسته له کار کولو او زده کړو منع کړې او اوس یې د هغوی پر سپورت هم بندیز لګولی دی.

دې سازمان د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او همداراز د المپیک د منشور سرغړونه بللې ده.

د المپیک منشور یا چارتر په سپورت کې هیڅ راز تبعیض نه مني.

د المپیک نړیوالې کمېټې د ۱۹۹۹ په اکتوبر کې د افغانستان د المپیک نړیواله کمېټه تر ۲۰۰۳ پورې په دې خاطر وځنډوله چې طالبانو ښځې له سپورت کولو منع کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...