Homeخبرونهد وزلوبې څلورم ملي لیګ به ژر تر سره شي

د وزلوبې څلورم ملي لیګ به ژر تر سره شي

تاند:(سې شنبه، د قوس پینځلسمه) د افغانستان ورزشي چارواکو ويلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د هېواد پر کچه د وزلوبې څلورم لیګ پيل شي.

د وزلوبې، نېزه بازۍ او دودیزو سیالیو د فدراسیون چارواکي وایي، دغه لیګ به د روان کال د لیندۍ مياشتې په ورستیو کې پیل شي.

د فدراسیون مشر غلام سرور جلال وويل، په دې لیګ کې شاوخوا ۲۰ لوبډلې برخه ولري، چې له ډلې به یې ۱۶ لوبډلې د خپلو ولایتونو په استازیتوب په دې لیګ کې ګډون وکړي.

جلال زیاتوي: «د روان ۱۴۰۱ کال د لیندۍ پر ۱۹مه نېټه د لوبډلو ترمنځ د پچې اچوونې مراسم ترسره کیږي او د همدې میاشتې پر ۲۰ مه نېټه به د وزلوبې لیګ پیل شي.»

 د وزلوبې لیګ هر کال د هېواد پر کچه په پلازمېنه کابل کې ترسره کیږي.

وزلوبه، چې د هېواد ملي لوبه ده، د هېواد په هر ګوټ کې ګڼ شمېر مینوال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....