Homeخبرونهد هند او منځنۍ اسیا د ملي امنیت سلاکاران پر افغانستان خبرې...

د هند او منځنۍ اسیا د ملي امنیت سلاکاران پر افغانستان خبرې کوي

تاند(سې شنبه، د قوس ۱ مه) د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول به نن په نوي ډیلي کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت له سلاکارانو سره وویني.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د دې غونډې د خبرو تر ټولو مهمه موضوع به د افغانستان امنیتي وضعیت وي.

راپور وايي، د افغانستان وضعیت د دې یو ورځینۍ غونډې د ټولو ګډونوالو لپاره د اندېښنې وړ دی او له همدې کبله به پرې ژورې خبرې وکړي.

د هند او منځنۍ اسیا د څلورو هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو دا غونډه د هند، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغیزستان د سږ کال د جنورۍ د میاشتې د مشرانو غونډې په رڼا کې جوړېږي.

د دې غونډې په اجنډا کې بله مهمه موضوع د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د هند په وصلېدو کې د ښه والي د راوستلو لارې چارې دي.

د هندي چارواکو په وینا له دې کبله د چاه بهار پر اهمیت به یو وار بیا تینګار وشي.

هند د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره اړیکو ته له دې کبله هم اهمیت او پراختیا ورکوي چې په دې سیمه کې د چین د پراخېدونکي حضور مقابله وکړي. دا هیواد له همدې کبله پر افغانستان د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د همکارۍ د زیاتولو هڅه کوي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ګومان کېده چې د افغانستان او هند اړیکې به ډیرې سړې شي او د چاه بهار بندر له لارې له منځنۍ اسیا او افغانستان سره د هند سوداګري به هم په ټپه ودریږي خو هند په وروستیو کې له دې لارې د منځنۍ اسیا ته خپل یو شمېر سوداګري مالونه صادر کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...