Homeخبرونهپه مزارشریف کې چاودنې لږترلږه ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په مزارشریف کې چاودنې لږترلږه ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(سې شنبه، د قوس ۱۵ مه) د راپورونو له مخې، د مزارشریف ښار په درېیمه ناحیه کې نن سهار د یوه بس په لاره کې په چاودنه کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویندوی اصف وزیري وايي، چاودنه د سیداباد په سیمه کې پر هغه بس شوې چې د حیران د نفتي موادو کارکوونکي یې لېږدول.

د وزیري په وینا، لومړني معلومات ښيي چې چاودنه د سړک د غاړې د ماین وه.

ده دا هم وویل چې ممکن د مرګ ژوبلو شمېر تر دې ‌ډېر وي.

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې دلې په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې وړاندې د سمنګان د مرکز ایبک په یوه مدرسه کې چاودنې لږترلږه ۱۹ تنه ووژل او ۲۴ نور ژوبل کړل.

مزارشریف د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې هم نسبتاً امن ښار و او ډیرې لږې چاودنې پکې کېدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...