یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټیټیوټ مشر «د موسيقۍ د حقونو...

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټیټیوټ مشر «د موسيقۍ د حقونو اتل» اعلان شو

تاند:(سې شنبه، د قوس پینځلسمه) د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټیټیوټ رييس ډاکټر احمد ناصر سرمست د موسیقۍ د نړیوالې شورا له لوري د موسيقۍ د حقونو د اتل جایزه وګټله.

یاده جایزه هغو سندرغاړو او د موسيقۍ پوهانو ته ورکول کېږي، چې د موسيقۍ د حقونو د تامين لپاره ېې هڅې پراخې او اغېزناکې وي.

ډاکټر سرمست د جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ رامنځته او پکې لسګونه زده کوونکي په مختلفو برخو کې وروزل.

هغه د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د یاد شوي انسټیټیوټ غړي له هېواده بهر وویستل او لا یې هم فعالیتونه دوام داره ساتلي دي.

د طالبانو ادارې پر موسیقۍ بندیز لګولی او ځینو هنرمندانو سره په ناوړه چلند هم تورن شوي، خو دوی د ناوړه چلند ادعاوې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب