سه شنبه, مې 7, 2024
Home+هغه ناروغي چې باید ژر یې تداوي کړئ

هغه ناروغي چې باید ژر یې تداوي کړئ

ډاکتر رحیم

سکل سیل sickle cell هغه ناروغي ده چې د وینې سرو کرویاتو باندي برید کوي، او سرو کرویاتو کې “هیموګلوبن” په نامه پروتینونه شته چې ټول وجود ته د اکسیجن رسولو دنده لري. دا ناروغي همدا هیموګلوبین ضعیفوي او تر فشار لاندې یې راولي.

هیموګلوبین هغه پروټین دي، چې د وینې په سرو کورویاتو کې وي او دنده یې وجود کې د اکسیجن ویشل دي.

دا پروتین د وینې په دوران کې حرکت کوي او سږو نه اکسیجن را اخلي او ټول وجود کې یې ویشي، همدا د هیوګلوبین فعالیت د حجراتو د ژوندي پاتي کیدلو سبب کیږي.

کله چې یو څوک د “سکل سیل” په ناروغي اخته شي، دغه پروسه ستونزمنه شي او هیوګلوبین نه شي کولي په سمه توګه ټول وجود ته اکسیجن ورسوي .

طب پوهان وجود کې د اکسجن کمبود ته SCD وايي.

دا ناروغي ډېری وخت په ماشومانو کې  لیدل کیږي او پیدا کیدل یې هم په ارثي توګه دي.

د متخصیصینو د وینا په حواله په سکل سیل یا SCD اخته ناروغان شدید درد په حمله وار شکل سره لري.

دا ناروغي وجود کې د التهاباتو سبب هم جوړیږي، چې د مریض ژوند ته خطرناکه ثابتیدلی شي.

په عامه توګه دا ډول ناروغان د وینې د کمي سره مخ وي، او ډیر سخت ضعیفه هم وي، چې اصلي دلیل همدا د اکسیجن کمی دی په وجود کې، او همدا د اکسیجن کموالی د دې سبب کیږي، چې حجرات له فعالیته پریوزي.

د دې ناروغۍ تشخیص چې څومره کم عمر کې وشي همدومره یې درملنه اسانه وي، ناروغ باید سم د لاسه د درمنلې لاندې نیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب