شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهچارواکي: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون به ژر نهايي او رسنیو سره...

چارواکي: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون به ژر نهايي او رسنیو سره شریک شي

تاند:(سې شنبه، د قوس پینځلسمه) د طالبانو له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره ټاکلې شوي نشراتي مرستيال مهاجر فراهي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ژر بشپړيدو خبر ورکړی.

نوموړي د یوناما استازو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې دغه قانون د دوی وزارت نهايي کړی او د طالبانو مشرانو ته لیږلی.

د‌ هغه په وينا، ياد شوی قانون به له نهايي کيدو سره خبریالانو او رسنیو ته وړاندې او په چارو کې مرسته ورسره وکړي.

د‌ يوناما استازو د دغې لیدنې پر مهال د رسنيو د وضعیت او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه ېې انديښنه ښودلې ده.

د طالبانو ياد شوي مقام بيا ځينې رسنۍ د واقعیتونو په برعکس خپرونو تورن کړي او د مسوولانه او بې پلوه فعالیت غوښتنه ېې ورڅخه کړې ده.

هغه په ورته وخت کې، د رسنیزو شکایتونو د څېړلو کمیسیون د فعاليت خبر ورکړی او ویلي، چې ياد شوی کميسيون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رسنيزو بنسټونو په ګډ حضوړ خپلې چارې مخې ته وړي.

د طالبانو له واکمنيدو سره، د افغانستان سلګونه رسنۍ سقوط شوي او زرګونه خبریالانو د امنيتي ننګونو په نوم هېواد پريښی.

طالبان بيا د ګواښونو موضوع ردوي او د « اسلامي شريعت» په رڼا کې د بیان ازادۍ په درناوي ټينګار کوي.

د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده

 د طالبانو پر چارواکو او ادارې نیوکې منع کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب