سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب او ټام ويسټ په متحده عربي اماراتو کې لیدلي

ملا یعقوب او ټام ويسټ په متحده عربي اماراتو کې لیدلي

تاند:(سې شنبه، د قوس پینځلسمه) د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” متحدو عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د افغانستان په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ټام ویست سره لیدلي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي:«په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر مسئلې خبرې وکړې.»

سرچینه لیکي:«د ملي دفاع سرپرست وزیر د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي او همداراز د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد پر ضد نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي.»

د ملي دفاع سرپرست وزير له ټام ويسټ وغوښتل چې نړۍ دې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.

طالبانو د يادې لیدنې نور جزییات نه دي خپاره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د طالبانو او افغان سياسي لوريو ترمنځ د ګډ حکومت د جوړولو په اړه د مذاکراتو اوازې بيا ګرمې شوي او متحده عربي اماراتو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ملا یعقوب سفرونه د همدغو هڅو برخه ګڼل شوي دي.

رسمي سرچينو دا خبرونه نه دي تاييد کړي، خو د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ پرون د مصالحې عالي شورا پخواني رييس عبدالله عبدالله سره په هند کې هم ليدلي او د افغانانو تر منځ يې د ژر خبرو په پیلیدو ټينګار کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب