دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهصالح: داعشیانو ته هم پاکستان خوندي پټنځايونه ورکړي

صالح: داعشیانو ته هم پاکستان خوندي پټنځايونه ورکړي

تاند:( سې شنبه، د قوس دويمه)‏‏د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح پر پاکستان تور لګولی، چې داعشیانو ته یې هم خوندي پټنځايونه ورکړي دي.

نوموړي په یوه ټویټ کې ويلي، چې پاکستان په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن موجودیت، د کوتې شورا کوربه توب او د اګسټ تر پینځلسمې په خپله خاوره کې د سراج الدين حقاني موجوديت هم نه مانه.

صالح په پاکستان کې د داعش ډلې د خوندي پټنځايونو د موجوديت په اړه د خپلې ادعا نور جزییات نه دي په ډاګه کړي.

د سياسي چارو کارپوهان هم په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

يو سياسي کارپوه فضل الرحمن اوريا وايي، چې د داعش پراخو امکاناتو ته په کتو سره داسې ښکاري چې انګلستان به د دې ډلې ملاتړ کوي.

بل سياسي کارپوه او د پخواني ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني احمدزی بیا باور لري، چې که د نړۍ لوی قدرتونه هم د داعش ډلې تر شا واوسي، دا ملاتړ او تمويل به خامخا د پاکستان په شان یوه سیمه ییز هېواد په وسيله کوي.

طالبان بيا په دې اړه څه نه وايي، خو ټينګار کوي چې داعش ډله يې ځپلې او نوره به يې هم وځپي.

 ‏په ننګرهار کې د دوی د استخباراتو رييس ډاکټر بشیر نن وویل، چې په جلال اباد ښار کې نن د داعش ډلې تر سلو پورې جنګيالي ورته تسليم شوي دي.

له دې سره، تېره اونۍ د يوناما مشرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل چې داعش ډله د افغانستان په څلورو دېرشو ولايتونو کې فعاله ده او طالبان یې په ځپلو نه دي بريالي شوي.

1 COMMENT

  1. معلومداره خبره ده داعش او طالب همصنفیان دی
    دواړه دپاکستان په اخور لوی شوی دواړه افغانان قتلوی اوافغانستان ورانوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب