دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار چارواکي: ۱۰۰ داعشیان را ته تسليم شول

د ننګرهار چارواکي: ۱۰۰ داعشیان را ته تسليم شول

تاند:( سې شنبه، د قوس دويمه)‏‏ ‏په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رييس ډاکټر بشیر وايي، چې په جلال اباد ښار کې نن د داعش ډلې تر سلو پورې جنګيالي ورته تسليم شوي دي.

نوموړي دا خبره د چین شینهوا خبري اژانس سره په مرکه کې کړې ده.

سرچينې ويلي، چې دا وسله وال د ځايي مخورو په منځګړتوب ورته تسليم شوي او د وسله والو فعالیتونو د نه دوام ژمنه يې کړې ده.

داعش ډلې د طالبانو د دغې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ننګرهار د داعش ډلې له اصلي مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

هلته د دې ډلې د فعالیتونو د زياتوالي خبرونه ورکول کېږي، خو طالبان بیا نیږدې هره اونۍ دوی ته د لسګونه داعشیانو د تسلیمیدو خبر ورکوي.

پرون ناوخته په ننګرهار کې د يوه دولتي کارکوونکي په ګډون د درې تنو د هدفي وژل کيدو خبر ورکړل شو.

نن په کابل کې د طالبانو پر يوه رينجر د چسپکي ماين د چاودنې له کبله د دوو طالبانو د پټي کيدو خبر ورکړل شو.

د‌ يادې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو دا ډول پېښې تر ډېره د داعش ډلې کار ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب