دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهتازه: کابل کې پر يوه رينجر موټر چاودنه شوې ده

تازه: کابل کې پر يوه رينجر موټر چاودنه شوې ده

تاند:( سې شنبه، د قوس دويمه)‏‏ ‏د کابل ښار د دويمې ناحيې اړوند په قوای مرکز سيمه کې د طالبانو پر يوه رينجر موټر چاودنه شوې ده.

ويل کيږي، چې دغه چاودنه پخواني بوش بازار ته څېرمه، چې طالبانو د مجاهدينو بازار نومولی، په نيږدې برخه کې رامنځته شوې ده.

ځينو سرچينو له چاودنې وروسته، د ډزو د اوريدو خبر هم ورکړی دی.

د طالبانو خبري سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د‌ دې چاودنې د زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي او مسووليت يې چا پر غاړه نه دی اخیستی.

په وروستيو کې د ورته پېښو مسووليت تر ډېره داعش ډله پر غاړه اخلي.

1 COMMENT

  1. جنرال اختر ویلی و چی کابل باید وسوځی او جنرال یوسف ویلی و چی جنګ تر آخری افغان پوری
    جنرال حمید ګل ویلی و چی افغانستان کی به دقیامت تر ورځې جهاد وی باجوه ویلی چی ډیورند به درباندی وپیژنم
    عمران ویلی چی ولاکه رانه یو دابو بند جوړ کی اوبه ټولی زموږ دی. کرنیل امام ویلی و ځه په داسې بلا می اخته کړی
    یاستی چی هم دنیا درنه لاړه هم اخرت. ملا فضلو ویلی و چی پښتانه خره دی عقل نلری لکه سپی غوندیی جنګوه
    اوس دا دی دا ټولی خبری ریښتیا شوی هره ورځ انفجار هره ورځ انتحار مرمی وینی او قتلونه جلال اباد کی هره
    ورځ ۵-۶=۷تنه په مرموز ډول وژل کیږی میډیا ی خبر نه نشروی کندهار او هلمند کی پټ قتلونه روان دی نه پوهیږو
    آخر به څه وشی خدای دی دغه دISIجنرالان نه بښی افغانستان یی تباه کړ رپښتیا چی انګریز سیمه کی بد کوڼي زیږولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب