دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی: د کمال خان بند چاری به چټکی او امنیت خوندي...

عباس ستانکزی: د کمال خان بند چاری به چټکی او امنیت خوندي کړو

تاند:( سې شنبه، د قوس دويمه)‏‏ ‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال شیر محمد عباس ستانکزي دندې ته له حاضریدو وروسته خپلې چارې رسمآ نيمروز ولايت ته په سفر پیل کړي دي.

د باختر آژانس د راپور په حواله، عباس ستانکزي نیمروز ته په سفر کې د کمال خان بند وکوت او هېوادوالو ته یې  د دې سترې پروژې د چارو د چټکوالي او ساتني ډاډ ورکړ.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د دوی يو لوړ پوړی چارواکی له کمال خان بند څخه لیدنه کوي.

ياد شوی بند د ولسمشر غني د واکمنۍ په وروستيو کې پرانيستل شو.

ايران د کمال خان بند د جوړېدو شديد مخالف و او ويل کيږي، چې د بند پر ضد يې ډېر بریدونه او نا امنۍ سمبالولې.

ولسمشر غني له خپل حکومت سره د ایران د پردې تر شا مخالفت او طالبانو نه ملاتړ هم د کمال خان بند له کبله ګڼله او ویل، چې د اوبو مدیریت هڅې يې د سيمې هېوادونه نه شي زغملای.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو له ياد شوي بند څخه د دغه لوړپوړي طالب مقام لیدنه ستايلې او د اوبو مدیریت په برخه کې د تېر حکومت د پروګرامونو د دوام غوښتنه کړې ده.

د طالبانو منتقدینو بیا ویلي، چې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال له کمال خان بند او امنیت سره يې څه کار لري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب