دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامریکا په افغانستان کې د داعش ۳ مشران په تور نوملړ کې...

امریکا په افغانستان کې د داعش ۳ مشران په تور نوملړ کې شامل کړل

تاند:( سې شنبه، د قوس دويمه)‏‏ د امریکا متحده ایالاتو دولت ویلي، چې د داعش د خراسان برخې ۳ افغان مشران یې د ترهګرو په نړیوال تور نوملړ کې شامل کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغو کسانو کې د افغانستان د داعشیانو مشر ثناالله غفاري( مشهور په شهاب المهاجر) هم شامل دی.

 د هغه په اړه ویل شوي، چې په ۲۰۲۰ کې یې دا دنده پيل کړې او تراوسه په ټول افغانستان کې د داعش د مالي او عملیاتي چارو مشري کوي.

د داعش ډلې ویاند سلطان عزیز عزام او په کابل کې یې یو مشر مولوي رجب هم په دې نوملړ کې شامل شوي دي.

د دې ترڅنګ د داعش د مالي مسوول عصمت الله خالوزي یادونه شوې، چې امریکایې په اړه معلومات لري او پر ضد به یې ګامونه واخیستل شي.

امریکایي حکومت خپل ټول وګړي له دغو کسانو سره له هر ډول معاملې منع کړي او ویلي، چې د دوی شتمنۍ کنګلیږي.

 د طالبانو حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تېره اونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر(یوناما) مشرې د نړیوالې امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې وویل، چې د داعش ډلې فعالیتونه د افغانستان څلور دېرش واړو ولایتونو ته رسیدلي او طالبان یې په ځپلو کې پاتې راغلي دي.

طالبان بیا دا تورونه نه مني او وایي، چې داعش ډله محدوده ده، ملاتړ او خطرناک حضور نه لري او دوی یې ځپلای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب