دودیال
په میوند کې د میمندي زیارت له ډیر پخوا د خلکو د درناوي وړ دی. له ډیرو لیرې ځایو خلک ورته راځي او عقیدتمندان یې زیات دي. له ډېر پخوا څخه یې خلک په اولیاوو او د الله پاک په محبوبو ذواتو کې شمیري. دعامو او بېسوادو خلکو دا محبوبیت، د تاریخونو د هغو لیکنو له مخې ندی، چې څیړونکو د ده د درایت او ولسونو ته د کار په برخه کې کړی دی، بلکې دا د دوی هغه مخلصانه عقیدت دی چې له زرو کلونو دوی ته سینه په سینه را پاتی دی. د ولس او عامو خلکو په عقیده: هغه چاته چې د مدینې د زیارت دیدار میسر نشی، دهغه لپاره د میمندی زیارت همدا فخر، ملجا، دیدار او ثواب دی.
د غزنویانو دربار چې د مداحیو، دقدرت دکشمکش، رقابتونو او سیالیو په ټولي بدل شوی و، شمس الکفاة( ابوالحسن میوندی ) د عمومو رعایاوو هغه د باور او دمراجعی آدرس و چې د دوی عرض یې اورېد. آن دا چې مسعود چی کله د قدرت کشکمکش کې راګیر شو، نو رجوع یې شمس الکفاة ته شوه. میوندی له غزنی تر مزارشریف، بیا تر هرات او ټولو ځایونو دچارو د سمون لپاره ستومانه و. ده دفتر او دیوان او د بیروکراسی هغه سیستم او نظم رامنځته کړ چې تر ډیرو کلونو د افغانستان د اداري نظام سرمشق و.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رییس صاحب، د پوهنتون استاد، د ادبیاتو څیړونکی او دیپلومات ښاغلی ح.و. هوتک صاحب لیکلی دی:
خواجه ابوالحسن میوندی دغزنوی دوري ولس او رعایاوو ته نږدې او گران وزیر و. نوموړی دخپل کار په دوره کی دری ، پښتو او د عربی ژبی ادب اوودې ته نه هېریدونکی خدمتونه کړي دی. اوس یی مقبره د کندهار په میوند کې ده، چې د ټول افغانستان او په تېره د کندهار د تاریخی آبداتو برخه ده. د غزنوی محمود د دربار او د حکومتی دستګاه په زیات شمیر کارکوونکو کې د خواجه حسن میوندی نوم ترټول مخکی په نیکی او غوره صفاتو سره یاد شوی دی. (دوام لری)