دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپر افغانستان له هوایي بریدونو دفاع؛ پاکستان: زموږ او امریکا بریدونه مشروع...

پر افغانستان له هوایي بریدونو دفاع؛ پاکستان: زموږ او امریکا بریدونه مشروع دي

تاند: ( دوشنبه، د سرطان ۱۹ مه)   د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي خان دراني په یوه ټلویزیوني مرکه کې د افغانستان پر خاوره د دغه هېواد او امریکا متحده ایالاتو د هوايي بریدونو دفاع وکړه او هغه یې د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک سره سم وګڼل.

دراني له پاکستاني ټلوېزیون “هام پښتو” سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بل هېواد د یوه خپلواک هېواد په توګه د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه کولای شي، وویل: که مو خوښه وي او که نه، دا پرېکړه لیک بشپړ دی او هغه څوک چې په خپله خاوره کې ترهګري لري، باید حساب ورکړي چې هلته ترهګر ولې شته.

  په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکايي بې پیلوټه الوتکو او پاکستاني جنګیالیو په پرله پسې ډول پر افغان خاوره هوايي بریدونه کړي دي.

  د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد دې مسلې ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان هوايي حریم لا هم د امریکا په واک کې دی.

ملا یعقوب تر دې وړاندې ویلي وو، چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان خاوره په افغانستان کې د جاسوسۍ لپاره کاروي او پاکستان باید دا کار ودروي.

په دې خبرو کې اصف دراني ویلي، چې پاکستان باید د هغه څه په اړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې تصویب کړی مسوول نه وي.

هغه د دې په بیانولو سره چې امریکا په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وواژه او دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک تطبیق و.

د طالبانو رژیم د پاکستاني استازي تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. دا معلومه خبره ده چی پاکستان کوم خپلواک هیواد نه ده او دا هیواد د امریکا او انګلیس یوه نطامی اډه ده او په تیرو څلویښت کلونو ڼولی نړی ته معلومه ده چی چتلستان د تروریزم ځاله ده او دکابل هر دولت هم کولی شی چی په ازاده او بدون له کوم مسوولیت څخه له خپلی خاوری دفاع وکړی او حتا په اسلام اباد کښی خپل دښمن په نښه کړی او دا د درانی خبری هسی د یو احمقانه او بی مسوولیته خبری دې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب