تاند: ( دوشنبه، د سرطان ۱۹ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي “انتونیو ګوتریش” وایي طالبان باید په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي او ودې لپاره کوټلي ګامونه واخلي، څو د نړیوالې ټولنې لخوا د په رسمیت پېژندلو جوګه شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) دفتر په خپله ټویټر کې لیکلي، چې انتونیو ګوتریش د خپلو دغو څرګندونو یوه برخه امنیت شورا ته په درې میاشتني راپور کې مطرح کړې ده.
امنیت شورا ته د ګوتریش په راپور کې ویل شوي ، چې د طالبانو له لوري د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو او آزادیو محدودیتونه دوام لري.
د نوموړي راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستې په دغه هېواد کې د ښځو د کار د ممانعت له امله له تناقض سره مخامخ شوی دي.
ګوتریش وویل، که طالبان غواړي چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپېژني، باید یوټول شموله حکومت جوړول او له داسې پرېکړو ډډه وکړي، چې د افغانانو په ورځني ژوند منفي اغېز کوي.
هغه دا هم ویلي، چې طالبان دې خلکو ته، د هغوی له ګواښلو پرته د وینا کولو اجازه ورکړي او په ځانګړي ډول د هغو کسانو مخنیوی دې نه کوي، چې د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې یوناما هڅه کوي له طالبانو سره د اړیکو په دوام دغه سخت بندیزونه لرې کړي.
طالبانو بیا تر دې مخکې نړیوالو ته د ورته غوښتنو په ځواب کې ویلي، چې داسې غوښتنې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.