سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د امریکایي وسلو د پلورلو ادعاوې رد کړې

طالبانو د امریکایي وسلو د پلورلو ادعاوې رد کړې

تاند: ( دوشنبه، د سرطان ۱۹ مه)   د طالبانو حکومت د یوه امریکامېشتي بنسټ هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو پاتې وسلې او تجهیزات پلورلي او دغه وسلې او تجهیزات د ترهګرو ډلو لاس ته غورځيدلي دي.

  د افغانستان د سولې د څار نادولتي ټولنې په تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان  کې د وسلو د پلور او پېر بازار تود شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د وسلو د پلور او پېر ډېره برخه په کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي دغه راپور حقیقت نه لري.

 مجاهد زیاتوي، چې د نړیوالو پوځیانو تر وتلو وروسته ټولې وسلې، تجهیزات او وسایط د هېواد په ډیپوګانو او ذخایرو کې خوندي شوي او هېچا ته اجازه نشته چې آن یو میل وسله قاچاق کړي یا یې وپلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې پاکستاني چارواکو د پاکستاني طالبانو لاسته د امریکایي وسلو د رسیدو خبر ورکړی و.

خپله د طالبانو رژیم هم وخت په وخت ویلي، چې له هېواده د امریکایي وسلو د قاچاق مخنیوی یې کړی او په دې تور یې یو شمېر کسان نیولي.

طالبانو د نیول شویو کسانو هویت او د دوی رژیم سره یې د ممکنه اړیکو احتمال نه دی په ډاګه کړی.

1 COMMENT

  1. دا ځناور پوهیږي چې ډیر ژر به ولسونه پاڅون کوي او د امریکا څخه په پاتي شونو مرمیو به رزیلان سر سر ته ولي. نو د دغه د مخنیوي لپاره یې وار تر مخ په خپل تور پنجاب د اوسپنې په تول پلوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب