جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان وایي د افغان سولې بریالیتوب لپاره له ټولو اړخونو سره اړيکه...

پاکستان وایي د افغان سولې بریالیتوب لپاره له ټولو اړخونو سره اړيکه کې دي

تاند ( شنبه، د جدي ۲۷) د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي اسلام اباد د افغان  سولې روانې پروسې د بریالیتوب لپاره ټولو اړخونو سره اړيکه کې دی.

منصور احمد خان زیاته کړې دوی د افغان سولې مذاکراتو کې رغنده رول لوبولی دی.

هغه ویلي اسلام اباد ته د طالبانو د مذاکراتي پلاوي د وروستي سفر پر مهال هم خبرې تر ډېره په سوله ورټولې وې او پاکستان په صادقانه توګه طالبان قانع کړل او دوی ته یې څرګند پیغام ورساوه چې روانه جګړه پوځي حل نه لري.

د منصور احمد خان په خبره طالبان اوس یوه سیاسي بهیر ته داخل شوي دي.

هغه زیاتوي چې د افغانستان د سولې پروسې پورې هیلې تړلي چې لومړی یې یوه ټولشموله سیاسي جوړجاړي ته د افغان سولې د روانو هڅو رسېدل دي.

نوموړی وايي د پاکستان بله موخه دا ده چې افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ په سیاسي، امنیتي، استخباراتي، ترانزیټي او نورو برخو کې پیاوړې اړیکې ولري.

پاکستاني چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په یوه مرکه کې ویلي چې، طالبانو د سولې په خبرو کې وخت ضایع کوي او په دې نیت دي چې د امريکایي ځواکونو له وتلو وروسته به حکومت په زوره ونیسي.

محب وایي د طالبانو دا فکر ناسم دی او هېڅکله به بریالي نشي چې خپلې شومې موخې ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د جګړې شدت ته په کتو افغان سیاسیون بیا هم د پاکستان پرنیت شک ښيي او وایي یوځل بیا دوی هڅه کوي د افغان سولې پروسه د خپل ځان په ګټه تمامه کړي.

سیاسي شنونکي زیاتوي پاکستان تل هڅه کړې په دې ډول غولوونکو څرګندونو په افغانستان کې په غیر مستقیم ډول جګړه تېزه او خپلې موخې په افغانستان کې پلې کړي.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي هم د افغان سولې په پروسه کې د پآکستان دا ډول څرګندونې بې ځایه او فرېب بولي.

دوی وایي له پاکستان نه غواړي چې خپل دوه مخی سیاست پرېږدي او افغان سوله کې ريښتیني ګامونه پورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب