Homeخبرونهافغان چارواکي، د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د طالبانو ادعا بې...

افغان چارواکي، د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د طالبانو ادعا بې بنسټه بولي

تاند ( شنبه، د جدي ۲۷) افغان امنیتي چارواکو د وسله والوطالبانو هغه ادعا رد او بې بنسټه وبلله چې ویلي یې وو د افغان ځواکونو په عملیاتو کې په تېرو دوو اونیو کې ۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره ورځ طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو ۲ اونیو کې د دولتي ځواکونو په هوایې او ځمکنیو بریدونو کې ۳۸ ملکیان وژل شوي او ۳۴ تنه نور ټپیان دي.

د طالبانو په اعلامیه کې لیکل شوي چې دا مرګ ژوبله په ۱۹ ولایتونو کې ملکیانو ته اوښتې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د دولتي ځواکونو په یادو عملیاتو کې دغه راز دوه جوماتونه ۱۵ د استوګنې کورونه او ۶۰ دوکانونه هم زیانمن شوي دي.

خو بل لورته د ملي امنیت شورا بیا د طالبانو دغه اعلامیه بې بنسټه ادعا بولي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي د دغه ادعا د ثبوت لپاره هېڅ شواهد نشته.

اندړ زیاتوي چې افغان حکومت تر ډیره د ملکي خلکو خوندیتوب ته جدي پام کوي او د ملکي خلکو خوندیتوب یې په لومړیتوبونو کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخيستی او د دواړو لوریو ترمنځ په جګړه کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

عام افغانان د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د دوی خونديتوب ته دې جدي پام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...