دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونههرات کې ۱۲ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

هرات کې ۱۲ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

تاند (شنبه د جدي ۲۷) د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي کسانو ۱۲ ولسي پاڅون کوونکي وژلي دي.

د هرات د ولایتي شورا غړی سردار بهاري چې خپله د غوریان ولسوالۍ اوسیدنکی دی، وايي چې دغه پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په ۲۰۰ مترۍ کې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي بهاري په خبره، دغه ۱۲ تنه ولسي پاڅونوال د طالبانو د دوو نفوذي کسانو له خوا وژل شوي او ټول نظامي تجهیزات یې له ځانه سره وړي دي.

که څه هم د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده دا پېښه تایید کړې، خو په دې هکله یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

غوریان په هرات کې یو له ناامنه ولسوالیو څخه ده چې وخت ناوخت په کې داسې ورته پېښې رامنځته کېږي.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ هم طالبانو د غوریان ولسوالۍ په بازار برید کړی و چې پر مهال یې د ددې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب